د چرګانو فارم‌لرونکو سراسري ټولنې مسوولانو نن یکشنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، د اسلامي امارت بیا ځلې واکمنېدو راهیسې هېواد کې د چرګانو غوښې تولید ډېر شوی.

د چرګانو فارم‌لرونکو اتحادیې مرستیال توریالي همت وویل، دامهال افغانستان کې څه باندې ۱۳ زره او ۵۰۰ د چرګانو لوی او کوچني فارمونه فعاله دي.

دغه فارمونه د ورځې له ۱.۲ میلیون نیولې تر ۱.۴ میلیون کیلوګرام پورې غوښه تولیدوي او د افغانستان د بازار اړتیاووې تامینولی شي.

خو هغه له هېواده بهر د چرګانو غوښې صادراتو لپاره د زمینې نه‌شتون څخه شکایت کوي.

«د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې مو ۷۰۰زره کیلو د چرګانو غوښې واردات لرل او د ورځې سل میلیون افغانۍ بهر ته تللې. خو د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته د چرګانو غوښې واردات بند شوي او ټوله غوښه هېواد کې تولیدیږي.»

د چرګانو فارم‌لرونکو ټولنې مسوولان زیاتوي چې دغه سکتور کې د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او هېواد کې یې ۱۲۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د چرګانو فارم‌لرونکو اتحادیې مرستیال توریالي همت له سرپرست حکومته وغوښتل چې حکومتي ادارو کې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.

ورته وخت کې د چرګانو یوشمېر فارم‌لرونکي د بازار له نه‌شتون شکایت کوي او وايي، له دې لارې ډېره کمه ګټه ترلاسه کوي.

په اړه یې د لغمان د چرګانو‌ فارمونو اتحادیې مشر او د چرګانو فارم‌لرونکي حبیب‌الله نیازي وویل:


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«لغمان او ټول افغانستان کې په پوره اندازه د چرګانو غوښه تولیديږي، خو د دغه سکتور ډېری کارکوونکي د بازار نه شتون څځه شکایت کوي. مونږ غواړو چې له افغانستانه بهر هم د تولیداتو لپاره مو بازار موندنه وشي.»

ورته وخت کې یوشمېر نور چرګانو فارم‌لرونکي وايي، د تېر کال وروستیو څلورو میاشتو کې یې ان یو کیلو د چرګ غوښه له ۹۰ تر ۱۱۰ افغانۍ پلورلې چې دوی ته یې دروند زیان اړولی دی.

د چرګانو فارم‌لرونکي دواجان صاحبي له حکومته وغوښتل چې د چرګانو غوښې پلورلو په برخه کې له دوی سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړي.

دې سره د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت د هېواد په سطحه د چرګانو فارم‌لرونکو اتحادیې د ستونزو حل‌ لپاره هڅې کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال صدراعظم عثماني له بهر مېشتو پانګوالو وغوښتل چې هېواد دننه کې پانګونه وکړي.

دې سره د چارو ادارې مشر نورالحق انور وویل، د اسلامي امارت مشر د یوه فرمان په صادرولو سره له دغې ادارې غوښتي چې د پانګوالو پر وړاندې ټولې ننګونې له منځه یوسي.

ده وویل، دغه فرمان کې ویل شوي، هغه کسان چې د پانګوالو پر وړاندې خنډ رامنځ ته کوي، د اثبات په صورت کې به مجازات شي.

«څوک حق نه‌لري چې د پانګوالو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او حکم صادر شوی، که چا دا کار وکړ او پرې ثابت شو، د فرمان پر اساس به مجازات شي.»

د چرګانو فارم‌لرونکو سراسري ټولنې مسوولانو په وینا، دامهال هېواد کې شاوخوا ۱۵۰ د هګۍ ورکولو چرګانو فارمونه فعالیت لري چې د بازار ۱۵ سلنه اړتیاووې تامینوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام