د هرات ځايي مسوولان وايي چې سږ کال دغه ولایت کې شاوخوا ۴ زره ټنه پسته ترلاسه شوې ده.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي وویل، روان کال د دغه ولایت د پستې ځنګلونو څخه له ۳.۵ څخه تر ۴ زره ټنه پسته راټوله شوې چې د خلکو لپاره د عاید ښه سرچینه بلل کیږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، د سږکال پسته په عادلانه توګه د هرات او نورو ولایتونو زرګونه اوسېدونکو لهخوا راټوله شوې ده.
ورته وخت کې د هرات د کشک کهنه ولسوال ملا سنګین عابد وايي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د پستې ځنګلونو پر ساتنه بشپړ کنټرول درلود او تر پخېدو پورې یې هیڅ چا ته د راټولولو اجازه نه ده ورکړې.
د هرات د کرنې رییس په وینا، د اسلامي امارت ځواکونه دغه ولسوالي کې د پستې له ټولو ځنګلونو ساتنه کوي او د پرې کولو او غصب اجازه یې چا ته نه ورکوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دې سره یوشمېر هغه کسان چې د پستې راټولولو له لارې ګټه ترلاسه کوي وايي، سږ کال یې پرته له کومې امنیتي اندېښنې د پستې راټولولو له لارې ښه ګټه کړې او خپلې اقتصادي ستونزې به پرې حل کړي.
د هرات د کشک کهنه ولسوالي اوسېدونکی وحید احمد وايي، د پستې راټولولو له لارې یې یوه ورځ کې ۹ زره افغانۍ ګټه کړې ده.
د یادونې ده چې د هرات اوسېدونکو تېر کال له وخت وړاندې د پستې راټولول پیل کړي وو او سره له دې چې خامه وه، خلکو هم دومره ګټه نه وه کړې. خو سږکال د زورواکو له لاسوهنې پرته، خلکو په عادي توګه وکولای شول له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.