په وروستیو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د زړو افغاني بانکنوټونو زیاتېدو د خلکو او صرافانو نیوکې زیاتې کړي چې ورسره د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې د هغو بانکنوټونو نمونې هم خپرې کړي چې د چلېدو وړ نه دي.
کابل ښار کې د زړو افغاني بانکنوټونو ډېرېدو په وروستیو ورځو کې د خلکو ترمنځ پر یوې ننګونه بدله شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
که څه هم د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د هغو زړو پیسو نمونې خپرې کړې وې چې د چلېدو وړ نه دي، خو په وروستیو ورځو کې بانکونو داسې افغانۍ خلکو ته ورکړي چې هټۍوال یې اخیستو ته نه حاضرېږي.
د کابل یوه اوسېدونکې سنبل نصر وايي چې بانک کې یې داسې زړې پيسې ورکړي چې په وینا یې، څوک یې ترې نه اخلي.
نوموړې زیاته کړې، که څه هم د بانک له کارکوونکو یې د نویو پیسو غوښتنه کړې، خو هغوی ورته ویلي چې راتلونکو ورځو کې به له دې هم زړې پیسې بازار ته وړاندې کړي.
په ورته مهال د کابل د اوسېدونکو په وینا، په بازار کې زړو پیسو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې بانکونه او صرافۍ خلکو ته زړې پیسې ورکوي چې د دوی د اندېښنې لامل شوی دی.
بلخوا د کابل ښار یو هټۍوال بلال محمدي سلاموطندار ته ویلي چې په وروستیو ورځو کې زاړه افغاني بانکنوټونه زیات شوي دي.
د نوموړي په وینا، ډېری خلک د پېر لپاره زړې پیسې راوړي چې ترې نه یو شو اخیستی، ځکه د ده په ټکو منډوی کې یې عمده پلورونکي ترې نه اخلي.
کابل ښار کې د زړو افغاني بانکنوټونو د ډېرېدو په اړه د خلکو اندېښنې پر داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغانۍ د چاپ او لېږد برخه کې د ستونزو او ننګونو شتون لري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې سره هممهاله هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستا بانک نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نهشو.