د پروان سړې هوا او ژمني موسم نه یوازې کرنیز فعالیتونه نه‌دي درولي، بلکې د یوشمېر کلیوالو مېرمنو لپاره یو فرصت هم ګرځیدلی چې ډېر کار وکړي او د کورنۍ اقتصاد پیاوړی وساتي.

دوي په کورونو کې دننه سبزۍ کري، له څارویو لبنیات راټولوي او محصولات یې بازار ته وړاندې کوي. که څه هم د دغو حاصلاتو عواید کم دي، خو تر یوه بریده یې اړتیاوې ورباندې پوره کېږي.

فاطمه یوه له دغو مېرمنو ده چې په خپل کور کې د سبزیو کرلو او پاللو لپاره کوچنۍ شه خونه جوړه کړې او حاصلات یې سیمه ییز بازار ته وړاندې کوي.

هغه وايي: «کورنۍ باغچه لرم، بانجان، کچالو، مرچ، ګشنیز، وېلنی(نعنا) په کې کرو. په بازار کې یې خرڅوو او بیا یې په پیسو د خپلې اته کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کوو. له خپلو خویندو غوښتنه کوم څو هېچا ته انتظار ونه کړي، خپل کوښښ وکړي او په خپلو لاسونو د خپلې کورنۍ لاسنیوی وکړي. له ټولو مؤسساتو هیله لرم چې زمونږ مالي ملاتړ وکړي.»

د پروان یوه بله اوسېدونکې پرنیان چې په خپل کور کې یې کوچنۍ شنه خونه جوړه کړې، د همکارو نړیوالو ادارو او حکومتي بنسټونو له لوري د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

هغه وايي: «تازه سبزیجات لکه بانجان، بادرنګ، شنه مرچ او نورې سبزۍ کرو، په خپل کور کې مو ورته شنه خونه جوړې کړې او زه یې خپله د اوبو کولو مسؤلیت لرم. په اوړي کې یې حاصلات زیات وي خو د شنې خونې ګټه داده چې په ژمي کې هم حاصل ورکوي. زمونږ ستونزې دادي چې د اصلاح شویو تخمونو له کمښت سره مخ یو، معیاري پلاستیک نه لرو او د ګرمولو لپاره یې زیات مصرف ته اړتیا وي. غوښتنه مې داده چې د معیاري شنوخونو په جوړولو، مسلکي روزنې او ګرمولو وسایلو راکړې په برخو کې مسؤلې ادارې زمونږ مرسته وکړي.»

د سبزیجاتو تر څنګ ګڼ شمېر کلیوالي مېرمنې د مالدارۍ پر پالنې هم بوختې دي. حریر او مونسه چې د د کورنیو څارویو ساتنه کوي، سلام وطندا ته وویل له غواګانو او وزو څخه په لاس ورتلونکې شیدې بازار ته وړي او له لارې یې د خپلو کورنیو ستونزې حلوي.

حریر وویل: «یوه زراعتي غوا مې اخیستلې او ساتې ده، له شیدو او مستو یې پنیر جوړوم او بیا یې خرڅوم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


 مونسه وویل: «دوې دانې وزې لرم، له شیدو او مستو یې پنیر، قیماق او قروت جوړوم. بازار ته د پلور لپاره وړو. د خپل ځان او خپلې کورنۍ لګښت له همدې پیدا کوو.»

په وروستیو کلونو کې، په پروان کې د ښځو د اقتصادي د پیاوړتیا لپاره ځینې ملاتړي پروګرامونه پلي شوي دي. له دې ډلې د شنو خونو د وسایلو ویش، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې اساسي روزنه او له ملي پروژو سره همکاري یادیږي.

ددغو پروګرامونو له لارې هڅه شوې څو مېرمنې له دودیزو کرنیزو لارو راووځي او د یوه اغېزمن تولید په لور حرکت وکړي.

د کرنیزو چارو او اقتصادي مسایلو کارپوه فرهاد همدرد په دې باور دی چې د مؤثرو تګلارو په پلي کیدو سره کېدلای شي چې د کورنیو د اقتصادي ستونزو په حل کې د مېرمنو ونډه د پام وړ پراخه شي.

هغه وايي: «د لبني محصولاتو د راټولولو لپاره د مرکزونو ایجاد، د فني او مسلکي روزنو پراختیا، د سیمه ییزو بازارونو برابرول، له اغېزمنو لارو چارو ګټه اخیستنه، د ټرانسپورټ سیستم تنظیم، کوچنیو پورونو اسانتیا، د پرمختللو کرنیزو میتودونو په اړه معلومات رسول او د حاصلاتو د ساتنې لپاره معیاري خونو جوړول کولای شي د مېرمنو کرنیز فعالیتونه لا پراخ او اغېزمن کړي.»

په همدې حال کې د پروان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې زیاتره د بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو مېرمنې په کرنیزو فعالیتونو بوختې دي.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي نیازمحمد تایب سلام وطندار ته وویل، دغو مېرمنو ته کرنې ریاست او یو شمېر مؤسسو  اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړي دي.

هغه وویل: «په سیاه ګرد او بګرام ولسوالیو کې شاوخوا ۲۳۳۴ کورنۍ د لبنیاتو په تولید او کورنیو باغچو څخه د سبزیو د حاصلاتو په راټولولو بوختې دي. که ووایم ۲۳۳۴ مېرمنې ددې وړ وې چې د (سو) په نوم مؤسسې لخوا ورته د کورنیو باغچو جوړولو وسایل ورکړل شي. دوي د کرنې ریاست تر څار لاندې فعالیت کوي اما کومه نوې برنامه د اوس لپاره په پلان کې نشته.»

د ویلو ده چې په کرنه او مالدارۍ کې بوختو مېرمنو باندې پانګونه نه یوازې دا چې د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لامل کیږي بلکې د خوړو د خوندیتوب، بېوزلۍ راکمولو او کليوالي پراختیا سبب هم ګرځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام