د پکتیکا ولایت محلي مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د «انګور اډې» سیمه کې پاکستاني پوځیانو یو افغان په ډزو وژلی دی.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدامین حذیفه سلاموطندار ته ویلي چې دغه پېښه له فرضي کرښې هغې غاړې د «انګور اډې» په سیمه کې رامنځته شوې او وژل شوی کس د پکتیکا ولایت د جانخېلو ولسوالي اوسېدونکی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حذیفه زیاته کړې چې وژل شوی افغان د انګور اډې له لارې د پاکستان خاورې ته اوښتی و چې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر ډزې شوي او وژل شوی دی.
په ورته مهال د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت ځواکونو د وژل شوي کس جسد ولایتي روغتون ته لېږدولی، څو یې کورنۍ ته وسپاري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د پکتیکا اوسېدونکي د پاکستاني پوځیانو له لوري د رامنځته شوې پېښې له امله سخت غصه شوي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د یادې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی وټاکي.