پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو وروسته، اسلامي امارت یادو بریدونو ته په غبرګون کې وايي چې پاکستاني پوځ د افغانستان حریم نقض کړی او مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن سه‌شنبه، لیندۍ څلورمه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه بریدونه د افغانستان حریم نقض او د پاکستانۍ ادارې له‌ لوري د ټولو منل شویو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

هغه لیکلي: «د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایتنه يوازې دا چې کومه لاسته‌راوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينگلتيااو د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایې او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د اسلامي امارت ویاند لیکلي چې اسلامي امارت دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او په وینا یې، يو ځل بيا تکرار کوي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي.

هغه ټينګار کړی چې د پاکستاني پوځ دې بریدونو ته به په مناسبت وخت کې لازم ځواب ورکړي.

پاکستان بېګاه شپه د هېواد په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو باندې هوايي بریدونه کړي چې پرمهال یې، لس کسان شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.

په شهیدانو کې نهه ماشومان او یوه مېرمن هم شامله ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام