د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د یوې غونډې پرمهال د تلسیمیا ناروغي نړیواله ورځ ولمانځله.
د یاد وزارت چارواکو په دې پروګرام کې وویل چې دامهال افغانستان کې له ۵۳۰۰ څخه ډیر خلک په تلسیمیا اخته دي چې وینې ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال عبدالولي حقاني وايي چې دغه وزارت هڅه کوي د تلسیمیا ناروغانو ته روغتیايي خدمات ډېر کړي.
«د تلسیمیا ناروغۍ د تشخیص په برخه کې مو امکانات برابر کړي او ډېری ولایتونو کې د دغې ناروغۍ د درملنې مرکزونه رامنځ ته شوي او ځينې نور رامنځ ته کېدونکي دي. د تلسیمیا ناروغانو لپاره د وینې ورکولو څو کمپاینونه په لاره اچول شوي دي.»
ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب مشر وحدت الکوزی وايي چې تیرکال د تلسیمیا ناروغانو ته ۱۳ زره سي سي وینه ویشل شوې وه.
«په تلسیمیا ناروغۍ د اخته کسانو سلنه لوړه ده او اړتیا ده چې د ناروغانو درملنې لپاره لا ډېر مرکزونه رامنځ ته شي. دا یوه داسې ناروغي ده چې د درملنې او مخنیوي وړ ده.»
الکوزی زیاتوي چې نژدې راتلونکې کې به د کابل د روغتیا اندرا ګاندي روغتون کې په تلسیمیا ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنې لپاره یو معیاري مرکز جوړ شي.
تلسیمیا یوه ژنتیکي او د وینې اختلال ارثي ناروغي ده چې په دغې ناروغۍ د اخته کسان د وینې هموګلوبین او ګلوبول شمېر تر عادي حالت کم وي.
ناروغ ته د وینې ورکول د تلسیمیا ناروغي د موقتې درملنې له معمول لارو څخه بلل کیږي.
ورته وخت کې په تلسیمیا ناروغۍ د اخته یوشمېر ماشومانو کورنۍ له عامې روغتیا وزارته غواړي چې هېواد دننه کې د دغې ناروغۍ دایمي درملنې زمینه برابره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۱۳کلن محمد په تلسیمیا اخته دی او وايي، د درملنې امکاناتو کمښت او د وینې نه ترلاسه کولو په دلیل په دغې ناروغۍ اخته کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
«دغه ناروغي ځانګړي مراقبت ته اړتیا لري. نورو هېوادونو کې د تلسیمیا ناروغان د درملنې امکانات لري او په همدې دلیل تر ۶۰ کلونو پورې عمر کوي، خو افغانستان کې ماشومان تر ۱۶ کلونو ډېر عمر نه کوي.»
د کاپیسا اوسېدونکې مروه وايي، څلور کلن ماشوم یې په تلسییمیا ناروغۍ اخته دی.
هغې چې کاپیسا کې د درملنې امکاناتو نهشتون په دلیل خپل ناروغ کابل ته راوستی وايي:
«یوه لور مې او درې زامن مې چې په دغه ناروغي اخته دي، ۱۰ ورځې وروسته ۵۰۰ سي سي وینه ورکوم. د وینې بانک ته ورځم، زمونږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی او کله نه شم کولی چې هغوی ته وینه برابره کړم.»
د دې ټولو ترڅنګ، د عامې روغتیا وزارت مسوولان له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د تلسیمیا ناروغانو د دایمي درملنې په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د مې اتمه د تلسیمیا ناروغانو لپاره د فرصت برابرولو په موخه دغه ورات د تلسیمیا ناروغۍ نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.


