د لغمان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر کار بوختو ښځو شمېر ډېر شوی او دامهال تر ١٠زره مېرمنې له دې لارې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې امر امینالله تکل سلاموطندار ته وویل، د موسسو په همکارۍ یې دغو مېرمنو سره د سبزۍ، د غلې تخمونو، کیمیاوي سرې، څارویو، کورنیو باغچو جوړولو او د چرګانو په برخه کې مرسته کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه سلاموطندار ته وویل: «سره له دې چې لغمان یوه سنتي ټولنه ده، خو له پخوا زمانو راهیسې په عننوي شکل دلته دکرنې سکتور کې ښځینه له نارینه وو سره اوږه په اوږه ولاړې دي او د زراعت او مالدارۍ کارونه پر مخ بيايي. ان ځینو سیمو کې کرنه مطلق د ښځینه وو دود دستور ده. دامهال تر ١٠ زره مېرمنې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي.»
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې امر امین الله تکل همدارنګه وویل، د ښځو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې د فعاله مېرمنو د ملاتړ لپاره جدي کار کوي او هغوی لپاره يې د بېلا بېلو موسسو په مرسته د کورني اقتصاد د پياوړي کولو پروژې تطبیق کړي دي.
له دې سره، د کرنې په برخه کې یوشمېر په کار بوختې مېرمنې سلاموطندار ته وايي، په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې کار کوي.
د لغمان د الینګار ولسولۍ اوسېدونکې ګلپري چې لس کسیزه کورنۍ لري وایي، هېواد کې د فقر او بېکارۍ په دلیل یې بزګرۍ ته مخه کړې او په ډېرې سختۍ له دې لارې د ژوند اوتیاووې پوره کوي.
هغې وویل: «د کروندګرۍ یو لامل هم همدا وه چې هېواد کې فقر، بدبختیانې او بېکاري پیدا شوه. ما د خپلې کورنۍ په خوښه همدې کار ته مخه کړه. زموږ د کار ستونزې ډيرې دي. یو خو داچې موږ تخمونه اخلو وس يې نه لرو. پارو ډیر قیمته دی، د ژوند اړتیاووې مو نه پوره کوي اوسني وخت کې. قیمتي هم ده. یو ډول ګزاره ده کوو یې. بزګري د ښځینه وو لپاره یو سخت کار دی، مثلا فصل تږی وي سربند مو لرې وي اوبه اړوو، دا خو ښځه نشي کولی. نارینه ماښام او ماسختن تللی شي اوبه اړولی شي، ښځینه وو ته دا کار ستونزمن دی.»
ګلپري د مؤسساتو نه همکارۍ څخه هم شکایت کوي او وايي، لغمان کې کرنه لاهم په دودیز ډول کیږي او د عصري کرنې لپاره هڅې نه دي شوي.
ګلزیه بیا د مهترلام ښار د “شمټیو” سیمې اوسېدونکې ده او تېر یوه کال راهیسې یې کرنې ته مخه کړې.
هغه چې ٧ کسیزه کورنۍ لري او خپل خاوند سره یو ځای کرونده کې کار کوي وایي، د اقتصادي ستونزو په دليل يې دغه کار پیل کړی دی.
هغې د کرنې په برخه کې د ستونزو په اړه سلاموطندار ته وویل: «لویه ستونزه دا ده چې د تخمونو، پارو او ان د ټیکټر پیسې هم نه لرو چې ځمکه پرې واړوو. په قرض پیسې اخلو او ځمکه کې کښت کوو چې حاصل یې وشي، نیم رانه قرضدار وړي، ستونزې مو زیاتې او عواید کم دی. کوم څه چې مونږ کرو بیا مارکیټ هم نه لري.»
ګلزیه له اسلامي امارته غواړي چې ښځینه بزګرانو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي. نازیه هم هغه مېرمن ده چې د خپلې ٧ کسیزې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د بزګرۍ پر درنو کارونو بوخته ده.
هغه چې د کورنۍ سرپرسته هم ده وایي، ځمکه په اجاره نیسي، بیا پرې فصل کري او له همدې لارې خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي.
نازیې سلاموطندار ته وویل: «مرکز پشیو سیمه کې مې یو جریب ځمکه اجاره نیولې بیا پرې واښه کرم. دوه غواګانې مې ساتلي، د هغو غواګانو له شیدو مستو خپله کورنۍ چلوم. مونږ سره موسسو کومه مرسته نه ده کړې، مېړه مې هم مړ دی او زامن نه لرم، شپږ لو ګانې مې دي.»
د لغمان الیشنګ، دولت شاه او د الینګار ولسوالیو غرنیو او د قرغیو ولسوالۍ مرکز کې ځینې داسې سیمې شته چې ان تر سل سلنه د کرنې چارې د ښځو له خوا مخ ته وړل کیږي چې وخت ناوخته د دولت او موسسو له لوري ورسره د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې مرستې کیږي، خو دغه مېرمنې د دوامداره مرستو او ملاتړ غوښتنه کوي.