د سرپرست حکومت د دفاع وزارت مسوولان وايي چې اوزبکستان کې د افغانستان د چورلکو په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه‌‌ده او امریکا د افغانانو د شتمنیو د ډالۍ کولو حق نه‌لري.

یاد وزارت نن سه‌شنبه، وږي شپږمه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې اوزبکستان دې د افغانستان د چورلکو برخلیک په تړاو له هر ډول معاملې لاس واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت له اوزبکستان غوښتنه کړې چې افغانستان ته د چورلکو او الوتکو د بېرته لېږد برخه کې همکاري وکړي.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر اعلان کړی چې د نوي تړون له مخې به ۴۶ الوتکې او چورلکې چې پخوا د افغان پوځ اړوند وې، د اوزبکستان د حکومت په واک کې پاتې کېږي.

له تېرو درېوو کلونو راهیسې اوزبکستان او تاجکستان له امریکا سره په وار وار خبرې کړي، څو دغه هېوادونو کې د مخکیني حکومت وړل شوې چورلکې خپلې کړي.

د ۲۰۲۱کال د اګسټ پر ۱۵مه هغه مهال چې ا.ا پر افغانستان بیا واکمن شو، د مخکیني حکومت وسله‌وال پوځ ۲۴ چورلکې او ۲۲ پوځي الوتکې اوزبکستان ته وې‌وړل شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سرپرست حکومت په وار وار له اوزبکستان او هغو هېوادونو چې پوځي تجهیزات او چورلکې هلته وروړل شوي، غوښتنه کړې چې دغه بېرته یې، دوی ته وسپاري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام