د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه شوې.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو په اړه بحث شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غونډه کې ګډونوالو د بشري حقونو د مسلو، په ګډون د ښځو او نجونو د زده کړې او د افغانستان له خاورې څخه د امنیتي ګواښونو په اړه هم بحث کړی.
د یادې غونډې د تنظیموونکو له لورې د خپرې شوي اعلامیه په یوه برخه کې راغلي: «د غونډې ګډونوالو د بشري حقونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت، او امنیتي ننګونو او ګواښونو په اړه هم خبرې وکړې.»
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یادې غونډې جوړېدو په غبرګون کې وویل چې افغانستان په سوله او ثبات کې دی او د اقتصادي پرمختګ پروسه هم روانه ده.
نوموړي وویل: «اسلامي امارت د سیمې هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او له ټولو سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي. هېوادونه چې د افغانستان په تړاو ناستې کوي، باید ډاډ ولري چې دې هېواد کې سوله او ټيکاو دی او اقتصادي پرمختګ روان دی. دې موخو ته د رسېدو لپاره د سیمې هېوادونو همکاري اړینې دي، ځکه افغانستان جګړهځپلی هېواد دی او د اقتصادي ودې لپاره سیمهییز ملاتړ ته اړتیا لري.»
بلخوا د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال هم د افغانستان لپاره د سیاسي او اقتصادي ننګونو د لرې کولو لپاره د سیمې د هېوادونو او اروپايي ټولنې ترمنځ همکاري مهمه ګڼي.
هغه وویل: «د افغانستان ستونزو حل لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې سره اړیکې او همکاري اړینې دي. هیلهمند یم چې دغه هېوادونو د ګډو پرېکړو سره د بشردوستانه مرستو دوام ترڅنګ، سیاسي او ډيپلوماټیکو برخو کې هم ګامونه واخلي، ځکه د افغاستان خلک اوسنیو شرایطو کې بهرني ملاتړ ته اړتیا لري.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم د افغانستان اقتصادي پروژو او بنسټیزې پراختیا کې د اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا هېوادونو پر رول ټینګار کوي او وايي، اسلامي امارت باید د تعامل لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو له لېوالتیا څخه په ښه توګه استفاده وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وویل: «مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان ودې کې مهم رول لري، په ځانګړې توګه اقتصادي، مالي، انرژۍ لېږد، برښنا او انټرنټ، د کانونو استخراج او ټرانزیټ برخه، خو له بده مرغه چې ژمنې کوي او عمل نشته.»
سره له دې چې د مرکزي اسیا یوشمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره پراخ تعامل او اړیکې لري، خو دغو هېوادونو او د ټولیز امنیت تړون سازمان تېرو دریو کلونو کې په وار وار له افغان خاورې امنیتي ګواښونو څځه اندېښنه ښوولې ده.


