د پروان د لوړو غرونو او حاصلخیزو دښتو په منځ کې، داسې طبي بوټي شته چې له پیړیو راهیسې د دې خاورې د خلکو د دودیزې درملنې او پېژندنې یوه مهمه برخه پاتې شوې، خو دا ارزښتناکه بوټي اوس د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د پروان د غرنیو سیمو په ځانګړي ډول د غوربند درې اوسېدونکي له پخوا راهیسې د ناروغیو درملنه کې د هنگ، یامه، اسپند، خینهکاه، ساماني، زرسرک، زرشک او نورو طبي طبیعي بوټو څخه چې زیاتره یې د لهمنځه تلو په حال کې دي، ګټه اخلي.
د غوربند درې د یوه کلي اوسېدونکی امرالله محمدي وايي، د خلکو ناپوهي او ترې ناسمه ګټه اخیستنه د دې طبي بوټو د کموالي اصلي لاملونه دي.
نوموړی له اړوندو ادارو غواړي چې د دې بوټو د پېژندنې او ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

هغه سلاموطندار ته وویل: «د ساماني په نوم یو بوټی دی چې خلکو پخوا ورڅخه د درملنې لپاره ګټه اخیسته. شیرینبویه دی، زرشک دی. د دغو بوټو د مشخصولو لپاره دې یوه مقدماتي سروې وکړي، وروسته دې دې جوماتونو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړي چې دغه بوټي طبي ارزښت لري. خلک اوس ترې نه دي خبر او د خپلو کورونو ګرمولو لپاره ورڅخه ګټه اخلي.»
بل ځایي اوسېدونکی غلامنبي ټینګار کوي، که خلک د دغو بوټو له ارزښت خبر شي، نو نه یوازې داچې له غیر معیاري راټولولو به یې ډډه وکړي، بلکې کولی شي له دې طبیعي سرچینو څخه د خپل ژوند د ښهوالي لپاره هم ګټه واخلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه: «زمونږ په غرونو کې دغسې ډېر بوټي شته، خو خلک نه پوهېږي. زرک دي، اوشلان دي. له دولته غواړو چې د کرنې متخصصان را ولېږي او خلکو ته پوهاوی ورکړي. خلک دغه بوټي وهي او کورونو کې یې سوځوي، داسې حال کې چې د څلوېښتو ناروغیو لپاره ګټه لري.»
په همدې حال کې د پروان پوهنتون د نباتي علومو استاد سید احمد ملکزاد وايي، د بوټو غیرمعیاري راټولول، قاچاق، وچکالي او د ساتنې د تګلارو نشتوالی، د دغو طبي بوټو د ورکېدو نورو عواملو څخه دي.
نوموړي وویل: «پروان ولایت کې ډېر قسم قسم بوټي او نباتات پیدا کیږي. ډېر ارزښتناکه دي او درملو کې کارول کیږي، کاکوتي، شیرینبویه، زوف، د وريګُل، هنګ، بزباش، ساماني، بابونهګُل او پوپنه ارزښتلرونکي بوټي ډي، په بېمخینې ډول د خلکو له لوري وهل کیږي، قاچاق کیږي هم، یوه لاره دا ده چې دغه بوټي وپېژندل شي، خو ډېری یې د لهمنځه تلو په حال کې دي، ان ویلی شو چې زیاتره یې له منځه هم تللي دي.»

بل لور ته د پروان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر نیازمحمد تایب د دې بوټو د لهمنځه تلو یا کمېدو وضعیت تاییدوي او وايي چې دامهال د دغو طبیعي منابعو د ساتلو لپاره پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
«پروان ولایت کې له لسو تر ۱۲ ډوله طبي بوټي ثبت شوي چې تر شپږ ډوله یې د انقراض په حال کې دي. له بدهمرغه په ساتنه کې یې کمزوری عمل کیږي. خو زمونږ په پلان کې د دغو طبي بوټو د بیا کرلو او ساتنې پروګرامونه ځای پر ځای شوي دي.»
کارپوهان باور لري چې د طبي بوټو ساتنه او بیا کرنه یوازې د دولتي ادارو کار نه دی، بلکې دا کار د خلکو، رسنیو، ډاکټرانو او نړیوالو ادارو همکارۍ ته اړتیا لري، ځکه دا بوټي یوازې د جسم د دردونو درمل نهدي، بلکې د ځایي خلکو لپاره له کلتوري اړخه هم ارزښت لري.


