سي‌اېن‌اېن: اسراییلو د ایران پر اټومي تاسیساتو برید ته چمتووالی نیسي

سي‌اېن‌اېن خبري شبکې د امریکا حکومت کې له خپلو سرچینو راپور ورکړی چې اسراییل د ایران د اټومي وسلو پر تاسیساتو د برید لپاره چمتووالی نیسي.

د سي‌اېن‌اېن په راپور کې ویل شوي چې تراوسه معلومه نه‌ده چې د اسراییل مشرانو د یاد برید پلي کولو لپاره وروسته پرېکړه کړې یا نه؟

غزه کې د ۲۴ ساعتونو پرمهال ۸۲ کسان وژل شوي او ۲۶۲ ټپیان دي

غزه کې چارواکي وايي چې د اسراییلو د بریدونو او عملیاتو په لړ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۸۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه کسان د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو د روانو بریدونو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وژل شویو کې تر ډېره ماشومان او ښځې شاملې دي.

یوشمېر هېوادونه اسراییل ته: که جګړه ونه‌دروې، بندیزونو سره به مخ شې

د نړۍ یوشمېر هېوادونو په غزه کې روانو بریدونو ته په غبرګون کې او تاوتریخوالي له امله اسراییلو ته خبرداری ورکړی دی.

د انګلستان، کاناډا او فرانسې مشرانو اسراییلو ته خبرداری ورکړی، که عزه جګړه ونه‌دروي او بشري مرستو ته د لېږد اجازه ورنه‌کړي، له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

چین د افغانستان په سیاسي او اقتصادي ملاتړ ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي بېجنګ کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي‌ سره لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او هڅه کوي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له‌منځه یوسي.

د چای نړیواله ورځ؛ کوم هېوادونه ډېر چای مصرفوي؟

چای په نړۍ کې له اوبو وروسته تر ټولو خورا مشهور او ډېر څښوونکی څښاک دی. چای اوس له قهوې او بیر څخه مخکې دی، کوم چې په نړیواله کچه دویم او درېیم ځای کې دي.

د می ۲۱مه د ملګروملتونو له لوري د چای نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې چې په نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې له کلتوري پلوه هم د دې څښاک اهمیت او ارزښت په ګوته کوي.

پاکستان کې چاودنه؛ د ښوونځي څلور ماشومان وژل شوي او ۳۸ ټپیان دي

چارواکي وايي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه ښوونځي پر بس موټر د چاودنې له کبله څلور ماشومان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

پېښه د بلوچستان د خضدار ولسوالي په اړوند سیمه کې شوې ده.

د خضدار ولسوالي یوه چارواکي یاسر اقبال دشتي پېښه تایید کړې او د څلور ماشومانو د وژنې او ۳۸ نورو د ټپي‌کېدو پخلی یې کړی دی.

غزه کې لوږې ۳۲۶ کسان مړه کړي او ۱۴زره ماشومان د مرګ خطر سره مخ دي

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییلي ځواکونو محاصرې له امله لوږه او قحطي پراخه شوې چې له امله یې د مارچ له دوهمې راهیسې لږ تر لږه ۳۲۶ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې په ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۱۴۰۰۰ ماشومان د مړینې له خطر سره مخامخ دي.