Asset 1SWN

لوګر کې په ۳۵میلیون افغانیو د خروار بند د دویم فاز مراقبت چارې پیل شوې

خروار بند

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور نن (چهارشنبه، ثور ۳۱) لوګر کې د یوې غونډې پرمهال د خروار بند حیاتي ارزښت ته په اشارې، د دغه بند د حفظ او مراقبت د لومړي فاز بشپړېدل او د دوهم فاز د چارو پیل، د اوبو مدیریت په برخه کې یو مثبت ګام بولي.

د خروار بند د دویم فاز په حفظ او مراقبت څه باندې ۳۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چارې یې پنځو میاشتو کې پلي شي.

د خروار بند د لومړي فاز د حفظ او مراقبت پروژه تېرکال د اسلامي امارت له لوري د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت په لاره اچول شوې وه چې اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خروار بند د ۳۶ متره لوړوالي او ۱۴۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره، ۶ زره هکتاره ځمکه خړوبوي چې ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اوبو او برښنا وزارت سرپرست همدارنګه وویل، په ټول توان سره هڅه کوي چې د هیواد په کچه شته اوبو مدیریت کړي.

ده وویل، په پام کې ده چې د هیواد په کچه سلګونه کانالونه، بندونه، سربندونه او کاریزونه بیاورغوي، څو له وچکالۍ څخه مخنیوی وشي او بزګران د خپلې کرکېلې او بڼوالۍ لپاره مناسبو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

بلخوا د خروار ولسوالي قومي مشر محمداجان وویل، د خروار ذخیروي بند جوړیدو څخه وروسته به سلګونه هکتاره شاړه ځمکه اباده او بزګران په خپلو پښو ودریږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام