Asset 1SWN

غزه کې د ۲۴ ساعتونو پرمهال ۸۲ کسان وژل شوي او ۲۶۲ ټپیان دي

GAZA CITY, GAZA - OCTOBER 8, 2023: Smoke rises from the Israeli raids on October 8, 2023 in Gaza City, Gaza. After the attack launched by Hamas on Israel yesterday, which surprised them, Israeli Prime Minister Benjamin Netanyahu asked the Palestinians to leave Gaza, and warned that the army would turn Hamas positions “into rubble.” (Photo by Ahmad Hasaballah/Getty Images)

غزه کې چارواکي وايي چې د اسراییلو د بریدونو او عملیاتو په لړ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۸۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶۲ نور ټپیان شوي دي.

دغو کسانو د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو د روانو بریدونو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وژل شویو کې تر ډېره ماشومان او ښځې شاملې دي.

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په دې سره غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو شمېر ۵۳۶۵۵ ته لوړ شوی او ۱۲۱۹۵۰ نور هم ټپیان شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د مارچ له ۱۸مې راهیسې، کله چې اسراییل په غزه کې نږدې دوه میاشتنی اوربند مات کړ، لږترلږه ۳۵۰۹ کسان وژل شوي او ۹۹۰۹ نور ټپیان شوي دي.

په ورته غزه کې اسراییلي ځواکونو خپل مرګوني بریدونه پراخ کړي چې په ترڅ کې یې، تر ډېره روغتونونه په نښه شوي دي.

په دې بریدونو سره غزه کې روغتیايي خدمتونه له خنډ او ځنډ سره مخ شوي او د ډېری روغتونونو خدمات درېدلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام