Asset 1SWN

یوشمېر هېوادونه اسراییل ته: که جګړه ونه‌دروې، بندیزونو سره به مخ شې

5302317

د نړۍ یوشمېر هېوادونو په غزه کې روانو بریدونو ته په غبرګون کې او تاوتریخوالي له امله اسراییلو ته خبرداری ورکړی دی.

د انګلستان، کاناډا او فرانسې مشرانو اسراییلو ته خبرداری ورکړی، که عزه جګړه ونه‌دروي او بشري مرستو ته د لېږد اجازه ورنه‌کړي، له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

دوی په غزه کې روانه جکړه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني ځمکو غصب او تاوتریخوالی غندلی دی.

دغه خبرداری وروسته له هغې کېږي چې هالنډ له له اروپايي ټولنې غوښتنه کړې له اسراییلو سره د سوداګرۍ تړونونو باندې بیاکتنه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه هېواد زیاته کړې چې اسراییل په غزه کې بشردوستانه مرستې ځنډولي او بمباري یې زیاته کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس پرون سه‌شنبه، مې ۲۰مه وویل چې اسراییل د ځان د دفاع حق لري، خو په وینا یې، د دوی اوسني اقدامات د ځان دفاع څخه هاخوا دي.

اسراییل په غزه کې د روانو مرګونو بمباریو او بریدونو له امله په نړیواله کچه تر سخت فشار لاندې دي. په اسراییلو کې دننه هم د بنیامین نتن‌یاهو پر ضد لاریونونه کېږي او پر نوموړي تور لګول کېږي چې د خپل واک د پایښت لپاره یې، غزه جګړه غځولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام