بدخشان کې د نسايي او ولادي یوشمېر متخصصې ډاکټرانې وايي، له رحم څخه بهر اومېندواره کېدل د ښځو لپاره یوه جدي روغتیايي اندیښنه ګرځېدلې.
د دوی په وینا، د کافي پوهاوي نهشتوالی، د درملنې مرکزونو ته مراجعه کې ځنډ او د اسانتیاوو نهشتون لامل شوی چې دا حالت د ډېری مېرمنو ژوند وګواښوي.
بدخشان کې د نسايي او ولادي ناروغیو متخصصه مرغونه صافي انوري وايي چې له رحم څخه بهر اومېندواره کېدل هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې هګۍ د رحم دننه کې د ځای پر ځای کېدو پر ځای له رحم بهر وده وکړي.
«له رحم بهر حمل اخیست د اکتوپیک پریګننسي په نوم یادیږي، کله چې القا شوې هګۍ له خپل اصلي موقعیت بهر یانې له رحم بهر وده وکړي، دا د پکوتپیک پریګننسي په نوم یادوي.»
له رحم بهر اومیندواره کېدل، د ګېډې درد او د وینې بهېدنې په څېر نښې له ځانه سره لري او د دې لپاره چې د جنین د ودې مناسب ځای رحم دی، نو له رحم بهر د جنین وده کول کولی شي، د مور لپاره خطرناکه عوارض له ځانه سره ولري.
بدخشان کې د نسايي ولادي بله متخصصه ډاکټره حفیظه سجاد په دې اړه وايي:
«له رحم بهر حمل اخیستل داسې یو وضعیت ته ویل کیږي چې القاع شوې هګۍ د رحم دننه پر ځای له رحم بهر ځای پر ځای شي او وده وکړي.»
د دغې متخصصې ډاکټرې په خبره، له رحم بهر حمل اخیستل بېلا بېل عوام لري چې تر ټولو مهم یې د جنین سقط او د رحم جراحۍ مخینې درلود دي.
«له رحم بهر د حمل اخیستو لاملونه د رحم یا د رحم څنګ غړیو التهابونو، د اپنډکس، سزاریه او ګېډه کې د نورو عملیاتو په څېر د جراحۍ عملیات څخه عبارت دي. دغه لاملونه کولی شي چې یوه مېرمن له رحم بهر حمل واخلي، له رحم بهر اومیندواره کېدل مهم حالت دی چې جدي مراقبت ته اړتیا لري، که په مناسب وخت کې تشخیص نهشي او درملنه یې ونهشي، یوې مور ژوند ګواښولی شي.»
مېرمن حفیظه سجاد له رحم بهر د حمل اخیستو تشخیص په اړه داسې وايي:
«له رحم بهر حمل اخیستل څنګه تشخیصیږي. کله چې د یوې ناروغې له میاشتي عادت څخه وخت تېر شي او زړه کې یې شک راشي چې اومیندواره ده او یا ناروغه ډېره کمه وینه بهېدنه، د قطرې قطرې په شکل ووسي، خو ګېډه یې درد ولري، بیا ډاکټر ته مراجعه کوي او تلویزیوني معاینات اجرا کوي، د وینې معاینات ورکوي، د ادرار معاینات کوي، بلاخره تشخیص کیږي چې له رحم بهر یې حمل اخیستی، دوی باید حتما روغتون ته مراجعه وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بدخشان کې د نسايي او ولادي ناروغیو بله متخصصه کریمه کریم نوري هم وايي چې له رحم څخه بهر حمل دوه ډوله درملنه لري: د درملو درملنه او د جراحۍ درملنه.
«د درملو درملنه لري، درملنه یې روغتون کې خپله د متخصصې ډاکټرې تر نظر لاندې کیږي، خو که چېرې له حمل څخه یو څه وخت تېر شوی وي، یانې ماشوم د شپږمې، اومې او اتمې اونۍ ووسي، په دې صورت کې باید د شدیدې خونریزۍ مخنیوي لپاره باید مېرمن عملیات یا لپراتم شي، لپراتم هغه عملیات چې وشي بیا ورته په پام لیدل کیږي چې که د تیوب لاندې برخه کې وي، بیا باید د رحم او تخمدان ترمنځ ارتباطي نل باید عملیات شي او که چېرې حفظ نه شي، بیا د تخم خوله اېستل کیږي، خو که خپله تیوب کې ووسي او تیوب شلېدلی وي، خپله تیوب هم اېستل کیږي.»
۲۵کلنه ماهګل د بدخشان د یفتل ولسوالي اوسېدونکې ده او یو کاله یې له واده کیږي.
هغه چې له رحم بهر د اومیندواره کېدو تجربه لري په دې اړه سلاموطندار سره خبرو کې وايي:
«تازه مې حمل اخیستی وو، یوه ورځ مې کور کې جامې ینځلې چې یو ځل مې بدن کې درد احساس کړ، سر مې هم ګنګسېده، کله چې له ځایه پورته شوم ګورم چې وینه بهېدنه لرم، ورخطا شوم او کلینیک ته لاړم، کله چې ورسېدم ډاکټر راته وویل چې باید روغتون ته لاړه شم او خپله ستونزه حل کړم. بیا روغتون کې ډاکټرانو راته وویل چې له رحم بهر مې حمل اخیستی او باید سقط شي، که چېرې سقط نهشي، روغتیا ته مې زیان رسوي، ما هم ومنله، یو څه وخت وروسته مې ماشوم سقط کړ، ځکه چې لومړی ځل وو ډېره خوشحاله وم چې مور کېږم، خو خدای نه وو غوښتي او ماشوم مې سقط کړ.»
فریده یوه بله ښځه ده چې څو ځله یې له رحم بهر حمل تجربه کړی.
هغه وايي چې د هر ځل اومیندوارۍ په جریان کې له ستونزو سره مخ شوه او د هغې حمل له یوې میاشتې څخه زیات دوام ونه کړ.
«پنځه کاله مې له واده کیږي، هر ځل چې به اومیندواره کېدم، ډېر درد او وینه بهېدنه به مې درلوده، ماشوم به مې هم لومړیو میاشتو کې له منځه لاړ، بیا ډاکټر ته مې مراجعه وکړه، مشخصه شوه چې له رحم بهر حمل اخلم. ډاکټر را ته توصیه وکړه چې اوس اومیندوارۍ ته زړه ښه نه کم، تغذیه مې ښه کړم، د وینې کموالي درمل مصرف کړم، له خاوند مې د یو څه وخت لپاره واټن واخلم، ترڅو بدن مې پیاوړی شي، هیلهمنده یم چې له پوره درملنې وروسته وکولی شم چې مور شم.»
له رحم بهر اومیندواره کېدل د مور لپاره یو خطرناکه وضعیت شمېرل کیږي او باید هر څه ژر تشخیص او درملنه یې وشي.
په همدې دلیل د میاشتني عاد پیل او پای وختونو ته دقت کول، غیرمعمول نښو ته توجه کول او په منظم ډول د معایناتو کول، له رحم څخه بهر د اومیندواره کېدو د مخنیوي لپاره اړین اقدام دي.
همدا ډول هغه مېرمنې چې له رحم بهر د اومیندواره کېدو مخینه لري، د بیا ځلې اومیندواره کېدو په صورت کې باید لومړنی الټراساؤنډ وشي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې جنین په رحم کې ځای پر ځای شوی دی.






