د لوګر محلي چارواکو د یوې غونډې په ترڅ کې د عینک مسو کان د استخراج قراردادي شرکت (MCC) څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژر د مس عینک کان د استخراج عملي چارې پيل کړي.

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور عینکو کان کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د لوګر د مس عینک کان د قرارداد له مخې، ډېری ستونزې هوارې شوي او اړتیا ده چې (MCC) شرکت د حکومت او ولسي خلکو په غوښتنه د یاد کان عملي استخراج پيل کړي.

دین‌پرور د یاد کان استخراج کوونکي شرکت مسوولانو ته ډاډ ورکړ، که په هره برخه کې له ستونزو سره مخ وي، ولایتي اداره به یې، ملاتړ او د ستونزو حل ته به لازمې لارې چارې ولټوي.

نوموړي وویل، چینایان باید له حکومت سره د شوي قرارداد له مخې، د عینکو کان ته غځېدلي سړکونه، برښنا، ښوونځي او روغتیايي مرکزونو ته هم ودانې جوړې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په جوړې شوې غونډه کې د عینکو کان استخراج کوونکي قراردادي شرکت مسوولانو هم ولایتي ادارې او عامو خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي، د عینک مسو کان عملي استخراج پیل کړي.

همدارنګه د لوګر محمداغې ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالرحمن سلام‌وطندار ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې چینایان حکومت ته د یاد کان د استخراج پيل ژمنې ورکوي، خو تراوسه د یاد کان د استخراج عملي څرک نه لیدل کېږي.

نوموړي په حکومت غږ وکړ چې ژرترژره د عینک کان ملي پروژې پروړاندې شته ټولې ستونزې هوارې کړي او چینایانو ته د یاد کان د استخراج لپاره ضرب العجل وټاکي.

د مس عینک کان قرارداد د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲۵مه له یوه چیني شرکت اېم‌سي‌سي سره د کانونو وزارت له خوا لاسلیک شو، خو تراوسه پورې د مس استخراج عملي چارې ندي پيل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام