سلاموطندار په ۲۳ ولایتونو کې یوه سروې چې ۳۸۹ ښځو پهکې برخه اخیستې، کړې او له دې ډلې ۲۹۰ هغو یې ودونه کړي دي. د دې نظرپوښتنې پر بنسټ، ۶۳ سلنه هغو ښځو چې ودونه یې کړي، د خاوند او د خاوند د کورنۍ ناوړه چلن، د ژوند ناسمو شرایطو او په ژوند کې د نورو لاسوهنې له کبله له خپل ژوند خوشحاله نهدي. په دې نظرپوښتنه کې د واده ډول هم ارزول شوی او ښيي چې د واده شویو ښځو ۴۵،۵ سلنه په زوره واده شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شبنم وايي، کورنۍ یې د دې له خوښې پرته یوه کس ته چې د عمر ډېر توپیر ورسره لري، واده کړه. هغه زیاتوي چې خاوند یې بله ښځه او شپږ ماشومان هم لرل چې په وینا یې، د کورنیو ستونزو او د تاوتریخوالي زیاتوالي له کبله له خپل خاوند څخه جلا شوه او بیا یې له یوه بل کس سره واده وکړ، خو اوس له دویم واده څخه هم خوښه نهده. «ما دویم ځل واده وکړ؛ دا ځل هم له سختو شرایطو سره مخامخ شوم؛ ژوند نه لرم؛ ډوډۍ چې خورم لکه زهر داسې راته پرېوځي او خاوند مې تل کنایې او ناوړه خبرې راته کوي.»
په دې نظرپوښتنه کې ۴۱،۷ سلنه ښځو ویلي چې د واده کولو پر مهال یې خوښې ته پام شوی او ۱۲،۸ سلنه نورو بیا ویلي چې په خپله خوښه یې ودونه کړي دي. دغه راز، د واده شویو ښځو له ډلې، ۶۷ سلنه هغه د څرګندو لاملونو له کبله د خپل واده په اړه ناخوښه دي او ۳۷ سلنه نورې خوشحاله دي.
د دې نظرپوښتنې پایله ښيي چې له واده څخه د خوشحاله ښځو له ډلې ۶۴،۴ سلنه د خاوند ښه شخصیت او ۳۵،۳ سلنه له واده وروسته ورته برابر شوي مناسب شرایط د دوی د خوښۍ لاملونه بللي دي.
د نظرپوښتنې یوه بله ګډونوال زینب وايي چې واده یې په خپله خوښه نهدی کړی او اوس له خپل ګډ ژوند څخه خوښه نهده. هغه زیاتوي: «د نورو نجونو غوندې مې د کورنۍ په خوښه واده وکړ؛ اوس خوشحاله نه یم؛ د خاوندۍ کورنۍ مې تل زموږ په ګډ ژوند کې لاسوهنه کوي او خاوند مې ناوړه چلن ته هڅوي. تل مو جګړه وي، ژوند مو تریخ دی.»
په همدې حال کې یوشمېر ارواپوهان وايي، په واده کې د ښځو خوښوالی د هغوی د ګډ ژوند او اروايي وضعیت پر څرنګوالي اغېز لري.
ارواپوه هیبتالله ابراهیم وايي: «د نورو لاسوهنه لامل کېږي چې پر اروايي ناروغیو، ژور خپګان او نورو ګډوډیو اخته شي. هغوی خپل ګډ ژوند پر مخ نهشي بیولی؛ ژوند کې له ډېرو بدمرغیو سره مخامخ کېږي او بچیان یې هم دا بدمرغۍ زغمي.»
خو ټولنپوهان بیا وايي، که ښځې له خپل ګډ ژوند څخه خوشحاله نه وي، ځانوژنې ته اړ کېږي او دا یې د بچیانو او ټولنې لپاره ناوړه پایلې لرلی شي.
ټولنپوه راشد صدیقي وايي، له واده مخکې د نجونو غوراوي ته نه پاملرنه د هغوی د ګډ ژوند لپاره خطرناکه پایلې لرلی شي. هغه زیاتوي: «د ښه او بریالي ژوند لرلو لپاره، نجونو ته عمر، خوښي، زدهکړې او اقتصادي مهم دي، خو دا ټول په پام کې نه نیول کېږي او وروسته ستونزې جوړېږي او نجونې ځانوژنې او تېښتې ته اړ کېږي.»
په همدې حال کې د ښځو حقونو فعالان له ښځو سره ناوړه چلن، له حقونو د هغوی بېبرخېوالی، د محدودیتونو لګېدل او د نجونو او ښځو ناخبري هغه لاملونه یادوي چې د افغان ښځو ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وايي: «د نورو لاسوهنه او په زوره واده کول تاوتریخوالی ګڼل کېږي؛ دا هغه لاملونه دي چې ګډ ژوند تریخوي او ان له منځه یې وړي. دغه راز، د ټولنې لپاره ناوړه پایلې لري او ښځې نهشي کولای ټولنې ته ښه بچیان وړاندې کړي.»
خو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وايي چې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب لپاره هڅې کوي.
د دغه وزارت د نشراتو رییس عبدالغفار فاروق وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په جدي ډول څېړي. نوموړی زیاتوي: «په دې برخه کې ډېر کار شوی؛ په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۴۷۴۰ پېښو څخه د ۴۸۰۰ ودونو مخه نیول شوې چې په زوره کېدل. هغه نجونې چې په زوره واده کولو ته اړ کېږي، کولای شي خپل شکایت په دغه وزارت کې ثبت کړي.»
باور دا دی که سرپرست حکومت په کورنیو کې د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره منظمې پروګرامونه جوړ کړي، ښايي د ښځو ستونزې تر یوه بریده حل شي.