«د نورو نجونو غوندې مې د کورنۍ په خوښه واده وکړ؛ اوس خوشحاله نه یم»

سلام‌وطندار په ۲۳ ولایتونو کې یوه سروې چې ۳۸۹ ښځو په‌کې برخه اخیستې، کړې او له دې ډلې ۲۹۰ هغو یې ودونه کړي دي. د دې نظرپوښتنې پر بنسټ، ۶۳ سلنه هغو ښځو چې ودونه یې کړي، د خاوند او د خاوند د کورنۍ ناوړه چلن، د ژوند ناسمو شرایطو او په ژوند کې د نورو لاسوهنې له کبله له خپل ژوند خوشحاله نه‌دي.