Asset 1SWN

سلام وطندار

خلیل‌زاد: د اوسني وضعیت ځواب یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي

خلیل-زاد-1-oxfblmi0wd1kjlfy8yfplqzwfaxqumm1w1o07xx4es

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان د اوسني وضعیت ځواب یوې سیاسي هوکړې ته رسېدنه او د تاوتریخوالي کمول دي. خلیلزاد تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، امريکا د همدې موخې لپاره پر طالبانو او افغان دولت پرله‌پسې فشارونه راوړي ترڅو تاوتریخوالی کم او د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

خلیلزاد د هلمند، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو جګړو ته اشاره کړې او وايي، دغو جګړو کې تر ډېره ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نورو یې له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

له بلې خوا، ملګرو ملتونو یو ځل بیا د اوربند غږ کړی. د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترېش په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، د افغانستان په ګډون نور جګړه ځپلي هېوادونه دې هم د لېبیا په څېر اوربند وکړي او بیا دې خبرو ته سره کېني.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه راز ویلي، نړۍ د کرونا ویروس له کبله له ستر ګواښ سره مخ ده او د بشر د ژغورلو لپاره باید جګړې ودرول شي.

دغه راز، د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لوړې کچې اندېښنه ښودلې او وايي، روانه نومبر میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام