Asset 1SWN

سلام وطندار

قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان پر صادراتو تعرفه ۵۰ سلنه کمه کړې

Afghanistan-railway-qey718fv25dzctoi4d7ehm46bz4u1z3y3vcmjmwxhk

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي، قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان پر صادراتو تعرفه ۵۰ سلنه کمه کړې ده. د نوموړي په وینا، دا هوکړه په قزاقستان کې د شمال‌ـ‌سوېل فارمټ غونډې په څنډه کې د دغه هېواد له چارواکو سره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په لیدنه کې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شمال‌ـ‌سویل فارمټ غونډه تېره ورځ د لېږدرالېږد دهلېز جوړولو په موخه د ا.ا، اوزبکستان، ترکمنستان قزاقستان، روسیې او بلاروس د استازیو ترمنځ په قزاقستان کې جوړه شوې وه.

د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارواکو تر څنګ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست حمیدالله اخوندزاده هم په یاده غونډه کې ګډون کړی و.

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان د سوداګریزو توکو د لېږدرا لېږد لپاره د ورته دهلېزونو جوړېدل د افغانستان په ګټه بولي.

د اقتصادي چارو کارپوهان عبدالنصیر رښتیا او شاکر یعقوبي وايي، د ورته دهلېزونو په جوړولو سره د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره لاره هوارېږي. دوی زیاتوي:

«افغانستان په وچه کې را ګېر هېواد دی او ازادو اوبو ته لاسرسی نه‌لري، معیاري ټرانسپورټ نه لري او موږ په نړیواله سوداګرۍ کې رول نه‌دی لوبولی. وخت‌ناوخت نوي دهلېزونه جوړېږي او له لارې یې خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرېږي او افغانستان ته یې د ټرانزیټ میلیونونه ډالر راځي.»

«د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لري او موږ د پاکستان له انحصار او تړاو نه لرې کوي. دا یو ښه فرصت دی چې افغانستان سیمه‌يیزې سوداګرۍ ته مخه کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د شمال‌ـ‌سوېل فارمټ په غونډه کې د هند، ایران، عمان، سوریې او عربي متحده اماراتو استازیو هم ګډون کړی و. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام