په کندهار کې د «ښه کتاب، ښه ژوند» په نوم د کتابونو په جوړ شوي درېورځني نندارتون کې چې ټاکل شوې وه نن پای ته ورسېږي، څه باندې ۱۰۰۰۰ کتابونه پلورل شوي دي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعامالله سمنګاني سلاموطندار ته ویلي چې د تېرو درېوو ورځو پر مهال په دغه نندارتون کې څه باندې ۱۰۰۰۰ کتابونه پلورل شوي او کتابپېرودونکو ته له ۱۵۰۰ ډېرې جایزې هم ورکړل شوې دي.
د نوموړي په خبره، که څه هم نن د دغه نندارتون وروستۍ ورځ وه، خو د خلکو د پرلهپسې غوښتنو او د کتابپلورونکو اتحادیې په ملاتړ به دوه ورځې نور هم دوام وکړي.
په همدې حال کې د ا.ا ویاند ذ.بېحالله م.جاهد چې د دغه نندارتون نندارې ته ورغلی و، وویل چې د کتابونو د نندارتونو له لارې د کتابونو پلور زیاتېږي او هم ورسره د کتاب پلورنځیو کاروبار ښه کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هغه پر زدهکړیالانو، زدهکوونکو او ځوانانو غږ وکړ چې په ورته نندارتونونو کې ګډون وکړي او د کتابونو په پېرودلو سره خپله پوهنیزه کچه لوړه کړي.