د کابل ښاروالي مسوولانو نن د یوې خبري ناستې پرمهال په روان ۱۴۰۱ کال کې د ۱۸۱ ودانیزو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړ.
د کابل ښاروال عبدالرشید بلوچ په دې خبري ناسته کې وویل چې د یادو پروژو د پلې کولو لپاره ۴ میلیارده او ۸۱۲ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل ښاروال زیاته کړه چې د اوبو مدیریت، د ټرافیکو او عامه ټرانسپورټ مدیریت، د سړکونو رغول او د ښاري سیمو زرغونتیا، ساتنه او پراختیا له هغو پلانونو څخه دي چې کابل ښاروالي یې د پلې کېدو هوډ لري.
بلخوا د کابل ښاروالي د پلان او پالېسۍ رییس محمداصف جلالزي په یاده ناسته کې وویل، په داسې حال کې چې کابل ښاروالي د بودیجې له لس سلنې کسر سره مخ ده، خو د یادو پروژو د پلېکېدو ټول لګښت له خپل عوایدو څخه ورکوي.
جلالزي همداراز وویل چې مالیې وزارت په ملي بودیجه کې کابل ښاروالي ته هېڅ پیسې نه دي ځانګړې کړي او کورنیو او بهرنیو موسسو هم په دې برخه کې پانګونه نه ده کړې، خو تمه کېږي چې یادې پروژې د روان کال تر پایه بشپړې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال کابل ښاروالي د یادو پروژو د پلې کېدو موخه، خلکو ته د اسانتیاوو برابرول په ګوته کوي او د پلازمېنې له اوسېدونکو غواړي چې دغې ادارې سره همکاري وکړي