د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د مخابراتي شبکو له‌خوا د سیم‌کارټونو د وېش بهیر ځنډېدو دوی له ستونزو سره مخ کړې دي.

د پلازمېنې اوسېدونکی ګل‌اغا وايي، له تېرو درېوو اوونیو راهیسې د نوي سیم‌کارټ د پېر هڅه کوي، خو په وینا یې، تراوسه نه‌دی بریالی شوی چې سیم‌کارټ ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دی له اړوند ادارو او مخابراتي شبکو غوښتنه کوي چې د سیمکارټونو د وېش بهیر دې بېرته پیل کړي.

هغه وویل: «سیم‌کارټ مې بند شو او اوس راغلی یم چې نوی سیم‌کارټ واخلم، وايي وېش بند شوی دی او درې اوونۍ کېږي چې راځو او بېرته ځو او هیله مو دا ده چې دلته د سیم‌کارټونو وېش بېرته پیل شي.»

په همدې حال کې د یوه مخابراتي شرکت سیم‌کارټ کاروونکی مطېع‌الله هم د سیم‌کارټونو د بېرته وېش پیل غوښتنه کوي. «سیم‌کارټ د اسانتیاو لپاره کاروو او خپل او خپلوان مو چې لرې اوسېږي، پوښتنه یې کوو، زه سیم‌کارټ لرم او غوښتل مې چې خپل ورور ته مې نوی سیم‌کارټ واخلم.»

بل‌خوا د اترا ادارې مسوولان وايي چې  د سیم‌کارټونو ثبت په اړه د مخابراتي شبکو د ناسم راپور ورکړې له امله د سیم‌کارټونو وېش بهیر ټکنی شوی دی.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې «اتر» ویاند جلال‌الدین شمس سلام‌‌وطندار ته وویل: «د مخابراتي شرکتونو سیم‌کارټونه د کابل هوايي ډګر کې مهرولاک شوي او اترا د اړتیا له مخې ورته اجازه ورکوي. له ۱۰۰ تر ۱۵۰زرو چې شرکتونه وېشي، مکلف دي چې یوه، دوه او درېوو میاشتو کې راپور ورکړي او شرکت پر وخت دې اترا دې راپور نه‌ورکوي چې اترا بیا د سیم‌کارټونو وېش ته اجازه نه‌ورکوي.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغوی د سلام‌وطندار د خبریال پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې دا مهال څلور خصوصي او دوه دولتي مخابراتي شرکتونه د مخابراتو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام