د روان میلادي کال لومړیو ورځو کې ازبکستان څخه د وارداتي برښنا تړون د یوه بل کال لپاره تمدید شو، خو له شاوخوا یوې اوونۍ وروسته، د ازبکستان وارداتي برښنا پرې شوې او نږدې ۱۰ ورځې کېږي چې هېوادوال د اړتیا وړ برښنا ته لاسرسی نهلري.
قیس چې د کابل «شهرنو» کې د یوه کافيشاپ مسوول دی، وايي، په ورځنۍ کچه شاوخوا ۳۰۰ پېردونکي لري، خو د برښنا پرچاوۍ یې پېرېدونکي ور کم کړي او دې چارې اغېزمن کړی دی.
نوموړي وویل: «هره ورځ له ۳۰۰ پېردونکي کوربهتوب کوو، خو د برښنا پرچاوۍ مو پر کاروبار اغېز کړی او څوک دې ته نه حاضرېږي چې د شپې په تیاره کې کافيشاپ ته راشي.»
د کابل یوشمېر نور اوسېدونکي هم د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت لري او وايي، شاوخوا ۳ میاشتې کېږي چې د برښنا کمښت یې ورځنۍ چارې ور ټکنۍ کړي دي.
نیکمحمد وویل: «درې میاشتې کېږي چې د برښنا ډېره شوې، له دې وړاندې د ماښام شپږ بجې راته او د سهار شپږ بجې به بېرته ته، خو اوس منظمه برښنا نشته او د شپې نهې بجې چې کله ویده کېږو، برښنا راځي.»
په ورته وخت کې د برښنا شرکت مسوولان وايي، هېوادوال څه باندې ۷۲۵ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري او دغه شرکت کولای شي یوازې شاوخوا ۲۲۱ میګاواټه برښنا چې د افغانانو ۳۰ سلنه اړتیاووې پوره کوي، له کورنیو سرچینو څخه برابره کړي.
د دغه شرکت ویاند حکمتالله میوند وايي، د برښنا پرچاوۍ ستونزې د حل لپاره ازبکستاني لوري سره په خبرو بوخت دي.
نوموړي وویل: «فعلا چارواکي د ازبکستان دولت سره پر خبرو بوخت دي، خو تراوسه پرمختګ نه دی شوی، خو هڅه کوو چې د کورنیو سرچینو څخه دولتي ادارو، روغتونونو او شرکتونو ته برښنا برابره کړو.»
په همدې حال کې حقوقي کارپوهان وايي، د ازبکستان دولت حق نهلري چې په یو اړخیزه توګه پر افغانستان وارداتي برښنا بنده کړي، خو په وینا یې، د اسلامي امارت د حکومت نه مشروعیت هم لامل شوی چې د دغې ستونزې د حل لپاره کوم کار ونهشي کړای.
د حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد عبدالناصر شفیق وویل: «په ټولیزه توګه د نړیوالو معاهداتو له مخې، یو هېواد نشي کولای چې په یوه اړخیزه توګه برښنا پرې کړي، خو اسلامي امارت نړیوال ملاتړ نهلري او د دې ستونزې د هواري لپاره په یوازې ځان څه نشي کولای.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې افغانستان خپله د اړتیا وړ څه باندې ۷۰ سلنه برښنا له څلورو ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردوي.