د امریکا د برښنايي الوتکو جوړونکي شرکت جوبي افیېشن د لومړي ځل په نیویارک ښار کې په بریالۍ توګه د هوايي برښنايي ټکسي الوتنه  کړې.

دغه شرکت د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د نیویارک من‌هاټن مرکزي ښار څخه ازمایښتي الوتنه کړې چې بریالۍ وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له دې ازمایښتي الوتنې سره هم‌مهاله د نیویارک ښاروال هم د ډاونټاون هېلي‌پورټ ته د برښنا ورکړې ژمنه وکړه چې د جوبي افیېشن له دې هڅې د ملاتړ ښکارندوي کوي.

دغه شرکت هوډ لري چې په ۲۰۲۵ کال کې نیویارک خپل سوداګریز خدمات پیل کړي او دغه ښار یې د خپلو خدماتو لپاره مهم ښار بللی دی.

د یاد شرکت اجرايي مدیر جوبن بیورت ویلي چې دغه ټکسي د پنځو دقیقو په ترڅ کې چارجېږي او مسافر کولای شي، د یوه اپ پر مټ ټکټ بووک کړي.

تراوسه په دې هوايي برښنايي ټکسي کې د تلوونکي مسافرو لپاره کرایه نه‌ده ځانګړې شوې، خو مسوولان یې وايي، کرایه یې د موټر په څېر ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

جوبي افیېشن شرکت د هوايي برښنايي ټکسي الوتنو پیل لپاره د اجازه لیک چارې ۸۵ سلنه بشپړې کړي او هیله‌مندي ښيي چې تر ۲۰۲۵ کاله به اجازه لیک ترلاسه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام