د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسراییلو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونو ته اندېښنه ښودلې.
د انتونیو ګوترش د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، دا بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې روانې دي.
هغه ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي په منځني ختیځ کې د هر ډول کړکېچ غندنه کوي او له دواړو لورو غواړي چې تر وروستۍ کچې زغم وښيي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل له لوري د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو بریدونو کې، جنرال محمد باقري چې د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مشر و، وژل شوی.
محمد باقري چې د ایران تر ټولو لوړپوړی نظامي چارواکی و، د اسراییل نننیو بریدونو کې ووژل شو.
تر دې مخکې، د سپاه پاسداران عمومي قومندان حسین سردار سلامي او د خاتم الانبیا قرارګاه قومندان غلامعلي رشید د وژل کېدو خبرونو هم تایید شوي وو.