د ډیسمبر ۹مه له فساد سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره هممهاله، د اسلامي امارت مسوولان وايي، د فساد پر وړاندې په اغېزناکه او جدي اقدامونو سره یې، ادارو کې فساد ټيټې کچې ته رسولی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل، تراوسه یې ګڼشمېر هغه کسان چې فساد او د ځمکو غصب کې لاس درلود، نیولي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.
هغه وویل: «په تېرو څلورو کلونو کې اسلامي امارت فساد سره د مبارزې، اختلاس مخنیوي او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې جدي او مؤثر ګامونه اخیستي دي چې له امله یې فساد تقریباً صفر ته نږدې شوی دی. کېدای شي په ټیټو کچو کې ستونزې موجودې وي، خو اسلامي امارت د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې پخپله ټینګه اراده لري.»
فطرت زیاتوي چې اسلامي امارت ادارو کې په بشپړ ډول د فساد لهمنځه وړو لپاره د اداري پروسیجرونو د ساده کولو په طرحې کار کوي.
ورته وخت کې ملګروملتونو هم له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د نړۍ په سطحه اوسنۍ ننګونې، نابرابرۍ او بېعدالتۍ ټولنو کې له فساد څخه سرچینه اخلي.
د ملګروملتونو سازمان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ځوانانو پر رول ټینګار کړی او ویلي یې دي، له دغې ښکارندې سره مبارزه حیاتي ارزښت لري.
ملګروملتونو ویلي: «ځوانان د فساد او اغېزو په اړه یې د پوهاوي زیاتولو کې فعاله رول لري. ځوانان بحثونو کې ګډون کوي، خپلې تجربې شریکوي او له فساد سره د مبارزې لپاره نوې حللارې وړاندې کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوهان هم پر ټولنو د فساد منفي پایلو ته په اشارې، دغه مسله د هېوادونو د پرمختیا پر وړاندې خنډ او د ستونزو د زیاتېدو لامل بولي.
سیاسي کارپوه مطیعالله ارینپور وايي: «لوړې کچې فساد د خلکو د باور کمېدو، د عامه مشروعیت کمېدو او د پرمختګ د بهیر د سستېدو سبب کېږي او په ټیټو کچو کې رشوت اخیستل یا منځګړیتوب د بېقانونۍ کلتور پراخوي او ټولنیز ناانصافي رامنځته کوي.»
ټولنپوه محمدرضا یوسفي وویل: «اخلاقي فساد دې ته لار هواروي چې اخلاق په ټولنه کې حاکم نهوي او په پای کې ټولنه پرمختګ ونهکړي او تر لوړوالي ونهرسېږي. اداري فساد بیا دې ته لار هواروي چې د قانون ماتول ممکن شي او د قانون نه تطبیق ته زمینه برابره شي.»
د ملګروملتونو سازمان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ډسمبر ۹مه د فساد لهمنځه وړلو ارزښت په اړه د پوهاوي کچې لوړولو په موخه، له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په توګه نوموله.
په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې دغه ورځ د ځوانانو له لوري له فساد سره د مبارزې کمپاین لپاره ځانګړې شوې ده.


