دغه کتاب چې یوګ کینیډي په انګلیسي ژبه لیکلی د مسلمانانو په تاریخ کې د عباسیانو د خلافت دوره معرفي کوي. خو مخکې له دې چې د کتاب په منځپانګې تبصره ولولو، لمړی به په دې وغږېږو چې ژباړه د ملي/ادبي فرهنګ په لوړتیا کې څه رول لري او ما ولې دغه اثر د ژباړې لپاره غوره کړی.
افغانستان له خشونت څخه د پرمختیا په لورې د تېرېدو په حال کې یو هېواد دی چې د پرمختګ په لار کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دی. یوه مهمه ربړه یې دا هم ده چې څېړونکی، د زده کړې نوی کول ژورنالستان او چارواکي د خپلو دندو او فعالیتونو د ښه انسجام لپاره د معلوماتو کره منابعو او وسایلو ته لاسرسی نهلري، د معلوماتو د لېږد او تنظیم سیسټمونه کمزوري دي او د معلوماتي سرچینو کمبودي زموږ د څېړونکو او علمي کادرونو، محصلانو او چارواکو په ظرفیت او تجربو باندې مخامخ اغېزه کړې.
دغه شرایط په داسې حال کې زموږ په ملت حاکم دي چې د علمي/ تخنیکي وسیلو په مټ په نړۍ کې د خلکو ترمنځ فاصلې ډېر لنډې شوې او په اسانۍ سره په کم وخت کې اړۍکې ټینګوي.
په دې بهیر کې له یوه شخص څخه بل ته د افکارو او عقایدو لېږد په حقیقت بدلېږي. د افکارو په دې تبادله کې ژبه یوه مهمه وسیله ده. خو څرنګه چې ملتونه بېلې بېلې ژبې لري د علمي/مسلکي څېړنو د اغېزناک لېږد لپاره د ژباړې اړتيا په شدت سره محسوسېږي.
موږ په بهرنیو ژبو له علمي او تحقیقي څېړنو څخه د خپل ملت د پرمختیا لپاره په هغه وخت کې ښه ګټه اخیستلای شو چې دغه اثار او راپورونه په خپلو ملي ژبو وژباړو او زموږ لوستی کول او مسلکي کارپوهان په خپل کلتوري او ټولنیز چاپېریال کې د ننه له هغو مستفید شي.
له بده مرغه د معلوماتو د تبادلې په نړيوال بهیر کې ډېرې کمې هڅې شوي چې په افغاني ملي ژبو کې دغه علمي ذخیره د هېوادولو د استفادې لپاره اماده شي. له بلې خوا د افغاني او بهرنیو څېړنیزو موسساتو ترمنځ د علمي/مسلکي تبادلې پروګرامونه یا ډېر کم دي یا په یو اړخیز ډول کار کوي. په پایله کې د علمي/ مسلکي ذخېرې د لېږد بهیر ستونزمن او بې اغېزې پاتې شوی او ډېر کم شمېر افغانان له بهرنیو ژبو څخه کولای شي اغېزناکه استفاده وکړي.
له بلې خوا انساني سرچینې د بدلون د ایجینټ په حیث د ملي پرمختیا په تحقق کې پرېکنده نقش لري. بدلون په هغه وخت کې په حقیقت بدلېږي چې انفرادي قوتونه، د طبیعي سرچینو په کارولو سره او له موجوده فرصتونو څخه په استفادې سره د ټولنې د اقتصادي او تولنیزو اړتیاوو د رفع کولو په موخه اجناس تولید کړي. له دې امله د ملي پرمختیا پروګرامونه باید د ژوند په ټولو برخو کې د افرادو روزنې، تخصص او پوهې ته وګمارل شي.
موږ افغانان ټول مسلمانان یو او زموږ دیني او عقیدتي ريښې له اسلامي ملکونو سره ډېرې ژورې دي نو ځکه دې ته اړ یو هغه اثار چې د اسلام له مبین دین او تاریخ سره یې اړه لري وپېژنو او هغه خپلو ژبو ته وژباړو. د تاریخ مطالعه له موږ سره د اوسنۍ دنیا په پېژندلو کې مرسته کوي، د اشتباهاتو له تکرار څخه مو منع کوي، موږ ته خپل هویت راښیي او د اخلاقي مسولیت په اړه هم ډېر څه را ته وایي.
له بلې خوا ژباړه یوازې یوه ژبنیزه پروسه نه ده، بلکې احتمال شته چې له دې لارې موږ د لوستونکو ارزښتونو، طرز فکر او چال چلند ته بدلون ورکړو. ژباړه کولای شي په سیاسي اوضاع هم خپل اثر وغورځوي. او یوه وسیله ده چې خلک د نورو ملتونو له علمي څېړنو، تاریخي بدلونونو څخه خبروي او په دې ډول خپلې علمي بډاینې ته پراختیا ورکوي.
زما په باور موږ په هغه وخت کې د تاریخ له لوستلو څخه ګټه اخیستلای شو چې د یوې ټاکلې تاریخي دورې ټولنیزو ، اقتصادي، کلتوري او سیاسي جریانونو ته له داسې زاویو وګورو چې د هغه ملت په پرمختګ او یا زوال کې یې څومره نقش درلودلای دی.
ويښ ملتونو دغه اړتیا درک کړې ده او له نورو ژبو څخه د علمي اثارو د ژباړې له لارې یې د خپل فرهنګ او کلتور په پراختیا کې ګټه اخیستې. د مثال په ډول د عباسي خلافت په دوران کې عربي ژباړونکو د یوناني او هندي فیلسوفانو اثار وژباړل او د خپلې ژبې او کلتور په پراختیا کې یې ګټه ورڅخه واخیسته. موږ به لږ وروسته په دې وغږېږو .
ما ځکه د دې کتاب د ژباړلو تابیا وکړه چې موږ ته الهام بخښونکي سبقونه وړاندې کوي او په تېرو وختونو کې مو د اسلامي ټولنې له بدلونونو او په هغو کې د واکمنانونانو او عالمانو او ادیبانو له نقش سره ا شنا کوي. له دې نه علاوه، د اسلامي تاریخ مطالعه موږ خپل هویت او اخلاقي مسوولیت ته متوجه کوي.
د دې اړتیاوو او حقایقو په درک کولو سره ما اراده وکړه چې د یوګ کینیدي دغه اثر له انګلیسي ژبې څخه پښتو ته واړوم .د دې اثر په ژباړه کې ما تر وسه هڅه کړې چې د پیغامونو په لېږدولو کې تر ممکنه حده پورې د منبع ژبې سبک او اصلي روح خوندي وساتم.
کینیډي د عربي او فارسي ژبو په څانګو کې د دوکتورا تر درجې پورې لوړې زده کړې کړي، په مختلفو علمي بنسټونو کې یې کار کړی او ډېر شمېر اثار او رسالې یې چاپ شوي. د دې کتاب پښتو ژباړه په روان۱۳۹۹ کال کې له چاپه ووته.
د کینیډي دغه تاریخي بیان په دوو پېړیو کې د مسلمانانو د یوې لویې کورنۍ ډېرې مهمې خواوې راسپړلې دي. کینیډي د عباسي خلافت ظهور او سقوط په حکایتي ژبه بیان کړی. عباسیانو د اتمې پېړۍ له نیمایي څخه د لسمې هغې تر نیمایي پورې د لیکوال په اند په رېښتیني ډول پر اسلامي نړۍ واکمني کړې ده. د عباسي خلافت دغه بیان ټولنیزو او اقتصادې بدلونونو ته نه دی وقف شوی، بلکې بېلا بېل موضوعات رانغاړي، د درباري ژوند، د حرمسرای پېښې، له بهرنۍ نړۍ سره د عباسي خلافت اړيکې او جګړې او په داخل کې د سیاسي، کلتوري او اقتصادې ژوند پېښې بیانوي.
لیکوال په پېښو او خلکو تمرکز کړی. ما په دې بیان کې درېیو مهمو عواملو ته پام اړولی چې کېدای شي موږ خپلو حالاتو ته په کتو سره هم د دغو پدیدو له مطالعې څخه ګټه واخلو. په عباسي دوران کې د دولت او خلکو تر منځ د عامه اړیکو څرنګوالی، په دې دوران کې کلتوري او ادبي ژوند او په دربار او د عامو خلکو په ژوند د هغو اغېزې او د عباسي دولت اداري سیسټمونه هغه پدیدې دي چې دلته یې موږ په اړه معلومات تر لاسه کولای شو.
د کینیډي په اند د عباسیانو د لومړۍ دورې دربار چې د خلیفه مامون «۸۱۳م» تر وخته پورې یې دوام وکړ، د عربي ادبي کلتور پر بنسټ ولاړ و. لیکوال دغه دوره د مسلمانانو په تاریخ کې د طلایي دورې په نوم یاده کړې.
کینیډي د دې دورې سیاسي اهمیت دومره لوړ ګڼلی لکه څومره چې په لومړۍ او دویمه پېړیو کې د روم امپراطوري د دنیا په تاریخ کې مهمه دوره وه. له بهرنۍ نړۍ سره د امپراطوري اړيکو دوه مهم اړخونه درلودل. له لویدیځو ګاونډیانو، د بیزانس له دولت سره د عباسي دربار اړيکې هم خصمانه وې او هم یې ورسره کلتوري اړيکې ساتلې دي.
عباسیانو د خلیفه معتصم (۸۳۳ م) تر دوران پورې وار په وار د بېزانس له دولت سره درنې جګړې کړې دي. په عین وخت کې عباسي دربار له بېزانس سره ډیپلوماتیکې اړيکې هم پاللي دي. د استازو تګ راتګ به د دولتونو د مشرانو تر منځ د مکاتبي او غوښتنو تبادله تنظیموله .
د دوی په منځ کې ډیپلوماټیکي اړيکې، د لیکوال په اند د دې لپاره ساتل کېدې چې د هغو مسالو د حل لپاره ترې کار واخلي کومې چې د دوی تر منځ به پېښېدې او هم به یې له دې لارې غوښتل چې یو بل ته خپل فرهنګي عظمت او لوړتیا ثابته کړي او مقابل لوری تر اغېزې لاندې راولي.
که د دوی په منځ کې اړيکو ته له دې زاویې وکتل شي دې اړيکو یو علمي او فرهنګي اړخ درلود. مسلمانانو د لرغوني یونان له کلتور، ادبي او فلسفي میراث سره ډېره لېوالتیا درلوده او د یوناني فیلسوفانو لکه د ارسطو، ګالن، هیپوکراتس او نورو اثار یې عربي ته ژباړلي دي.
د ژباړې فعالیتونه د عباسی خلافت په لومړۍ دوره کې په یوه جنبش بدل شوی وو چې د دربار له ملاتړ څخه برخمن و. همدارنګه د امپراطوري په ختیځ کې خراساني ادیبانو او فرهنګ پالانو د عربي ادب او فرهنګ په ساحه کې ارزښتناک رول درلودلی دی.
د هزارو یک شب د کیسو مجموعه، د کلیله و دمنه کیسې او نور ادبي هنري اثار عربي ژبې ته په دې موده کې ژباړل شوي دي.
په دې موده کې اسلامي خلیفه ګانو د علومو د مختلفو څانګو لکه طب، ریاضیات، ستور پوهنې، فلسفې او ژبپوهنې په ګډون نورو هنرونو ته هم وده ورکړې لکه موسیقي، غزل، د شعر ویلو او معماري هنر.
د کتاب لیکوال د نهمې پېړۍ په نیمایي کې د «بیت الحکمه» په نوم د یوه علمي فرهنګي مرکز له تاسیسولو څخه حکایت کوي.
په دې مرکز کې به د اسلامي نړۍ عالمان، ادیبان او شاعران راټولېدل او په مختلفو موضوعاتو به یې بحثونه کول. په همدې وخت کې له نورو ژبو لکه یوناني، سانسکرېټ او پهلوي څخه عربي ته علمي اثار ژباړل شوي چې په عربي ادبي فرهنګ کې ارزښتناک ثابت شوي.
په عباسي دربار کې د ادیبانو او عالمانو ډېر قدر کېده. خلیفه ګانو به دوی په ښو انعامونو ستایل. مشهورو عالمانو او شاعرانو لکه بشار ابن برد، عبدالقاهر الجرجاني، ابو محمد عبدالله بن قتیبه، جاحظ او نورو په عربي ادبي فرهنګ کې ډېر ګټور اثار لیکلي او ژباړلي.
همدارنګه د دربار د عامه اړیکو پالیسي په دې دوره کې د عباسیانو د واکمنۍ د دوام او ټینګښت سبب ګرځېدلې. که څه هم په مقدسو ښارونو کې د عباسي خلافت په خلاف بغاوتونه را پیدا شوي؛ خو خلیفه مهدي (۷۷۵ م) په مکه معظمه کې د ابادۍ ډېر کارونه وکړل، هلته یې د بې وسه خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرستې کړې دي او د عامه اړیکو پالیسي یې په دې اصل ولاړه وه چې له خلکو سره یې نژدې اړیکې پاللې، په مهمو مسالو کې به یې د هغوي انګېرنو ته درناوی کاوه.
د کتاب د لیکوال په اند همدا وجه وه چې په (۷۸۵ م) کال کې د عباسیانو په ضد خلکو په بغاوتونو کې برخه وا نه اخیسته.
د دې تر څنګ، ساساني بیروکراتانو د عباسي خلافت په دوران کې د یوه پیاوړي اداري سیسټم له تقویې سره چې ملکي او نظامي خواوې یې درلودې، مرسته کړې ده.
عباسي خلافت د خلیفه منصور په وخت کې (۷۸۶) یوه منظمه اردو درلوده چې عسکرو یې په منظم ډول معاشونه اخیستل، یو فعال اداري سیسټم واکمن و چې مالیات یې ټولول او اداري چارې یې تنظیمولې.
دغه سیسټمونه د وروستیو اسلامي ملکونو لپاره یوه نمونه وګرځېده. په دې برسېره، اروپایانو چې د منځنیو پېړیو په تاریکي کې یې ژوند کاوه هم د مسلمانانو له اداري او فرهنګي بدلونونو څخه الهام اخیستی.
د کتاب لیکوال د عباسي خلافت کمزورتیاوې او د زوال لاملونه هم بیان کړې دي چې په څو پېښو کې یې خلاصه کړي. دی د خلافت په زوال کې کورني او بهرني لاملونه اغېزناک بولي.
د عباسي خلافت د ځای ناستو په منځ کې جګړې د کمزورتیا یو مهم لامل ګڼي. د مثال په ډول، د خلافت د ځایناستي په سر د مامون او امین تر منځ جګړې خلافت په دوو برخو وېشلی و. د پلار له مرګ وروسته مامون په مروه او خراسان کې او امین په عراق کې هر یوه خپل ځان د امیر المومینین په څېر اعلان کړ.
په دې ترڅ کې د بهرنیو عناصرو نفوذ ته زمینه برابره شوه. د مامون له مرګ څخه وروسته د ده کشر ورور معتصم(۸۳۳ م) پلازمېنه له بغداد څخه سماره ته ولېږدوله. هلته ترکي جنرالانو او نظامي ساتونکو په دربار کې ډېره نفوذ او شتمني پیدا کړه.
د وروستیو خلیفه ګانو په وخت کې دغو جنرالانو ټولې سیاسي چارې اداره کولې. دغه بدلون د عباسي خلافت په زوال کې بل مهم لامل ګڼل شوی دی. په دې برسېره مالي بحرانونه چې خلافت ورسره مخامخ شو د دې امپراطورۍ د سقوط بل لامل ښودل شوی دی.
ډاکټر نظام الدین کټوازی
د «پر اسلامي نړۍ د بغداد د واکمنۍ وختونه» کتاب پېژندنه
د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قولاردو ګانو نومونه بدل کړل
هرات کې ښځو خپل لاسي صنایع او فرهنګي اثار نندارې ته کېښودل
روزګان کې د «اوومان» بوټي قاچاق؛ جوړېدونکي یوه کیلو درمل یې ۳۳۸ ډالره پلورل کېږي
د قومونو د وېش پر وړاندې غبرګونونه؛ هېوادوالو ته کار او امنيت لومړيتوب لري
د فاریاب کوچیان د کورونا په اړه پوهاوی نه لري
د راپور موندنې؛ د لسګونو پوهنتونونو افشا کول چې تدريسي جواز او يا هم ودانۍ نهلري
لغمان کې هغه چارواکي نیول شوي چې الینګار ولسوالي یې طالبانو ته پريښې
لوږه، تنده او له سپینږیري سره واده؛ د یلدا د ژوند کیسه

کلیدواژهها: کتاب پېژندنه // پر اسلامي نړۍ د بغداد د واکمنۍ وختونه
تحلیل و گزارش
یوشمېر ځوانان: د بېوزلۍ له امله مو لوړې زدهکړې پرېښي
د کانکور ازموینه؛ ایا نجونو ته برابر حق ورکړل شوی؟
حنفي: د «علماو سترې ناستې» ګډونوال د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي
ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ ا.ا: د رسنیزو فعالیتونو ملاتړ ته ژمن یوو
د دفاع وزارت سرپرست د ایران له ځانګړي استازي سره لیدلي
روسیې په لومړي ځل اوکراین پر اوږدواټن وېشتونکي توغندي ویشتلی
میدانوردګ کې په يو ميليون ډالر د قلمونو بستهبندۍ کارخونې په فعاليت پيل وکړ
حبیبالله بدر: زندانونو کې د شکنجې اوازې حقیقت نهلري
د خوست امنیه قومنداني ته په ۷۱ميليونه افغانۍ ودانۍ جوړېږي
لوګر کې د کابل_ګرديز یوه برخه سړک له ۱۸کلونو وروسته بېرته پرانېستل شو
د ماشومانو نړیواله ورځ؛ «د ورځې ۱۰۰ یا ۵۰ افغانۍ پیدا کوم او کور ته ډوډۍ وړم»
خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:
فیسبوک
توییتر
تلگرام