د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي چې دې پېښه کې یوه لوري پر بل لوري چې موټر کې ناست دي، ډزې کړي او له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ورور او پلار یې ټپیان دي.
هغه وايي، بریدګر تښتېدلي، خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
کندهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې تر دې مخکې هم د ځمکې پر سر شخړو کې ګڼشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.