د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن «سه‌شنبه» وري ۱۹مه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې سرپرست حکومت له‌خوا د یوه ګډ میکانیزم پر بنسټ، د افغان کډوالو د راستنولو لپاره د پرله‌پسې غوښتنو سره سره پاکستان د افغان کډوالو په جبري توګه اېستلو پروسه پیل کړې ده.

دغه وزارت افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان چلند د ټولو بشري اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف بولي.

د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دامهال پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو څخه په ناقانوني ډول نیول کېږي، شتمني یې لوټل کېږي او په زوره زندانونو ته، تر وړل‌کېدو وروسته اړ اېستل کېږي چې افغانستان ته راستانه شي.

له دې سره د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو پرون دوشنبه، کابل کې د یوې غونډې پرمهال له افغان کډوالو سره غیراسلامي او غیرانساني چلند غندلی او د پاکستان له ولس، سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، او نفوذ لرونکو شخصیتونو یې غوښتي چې خپلې اسلامي او انساني مسوولیتونه ادا کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وویل: «د دې ناستې غړو له پاکستان د افغان کډوالو جبري اېستل محکوم کړل او هغه یې، غیرانساني او غیراسلامي بللي او د پاکستان له خلکو، سیاسي ګوندونو او څېرو غوښتنه کړې چې د افغانانو اېستلو او سپکاوي مخه ونیسي. همداراز دوی له ملګروملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې په بېړني اقدام سره د دې انساني فاجعې مخه ونیسي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال یوشمېر افغان کډوال چې دې وروستیو ورځو کې له پاکستانه ایستل شوي، د پاکستاني پولیسو پر ناوړه چلند نیوکه کوي او وايي، ټولې یا یوه برخه شتمني یې پاکستان کې پاتې دي.

له پاکستان بېرته راستون شوي، محمد سلام‌وطندار ته وویل: «پاکستان له افغانانو سره ناوړه چلن کاوه او په زور یې، اېستل، وخت یې کم ورکړی و، ټول شته مو هلته پاتې، پیسې او مالونه؛ بد چلن یې، کاوه، له دولت غواړو چې موږ ته د کار کولو زمینه برابره کړي.»

یوه بل راستون شوي محمداعظم وویل: «دوه درې کورنۍ مې هلته د پولیسو تاڼه کې بندیانې دي، هلته وضعیت خراب دی او موږ هم دلته راغلو، نه یې، کار ته پرېښودو او نه هم ژوند ته.»

په همدې حال کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل، په تېره یوه اونۍ کې له ایران او پاکستانه له ۱۴زره زیات افغان کډوال ایستل شوي دي. «د اپرېل له لومړۍ تراوسه ۱۴زره او ۱۱۵ کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي. ۱۱۴۵۸ له پاکستان او ۲۶۵۷ له ایران اېستل شوي دي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ملګرو ملتونو، بهرنیو مرستندویه بنسټونو او افغان سوداګرو غواړي چې له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو د ستونزو د حل لپاره بیړنۍ مرستې وکړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام