په دې ورځو کې د غزني ښار په هره برخه کې کارګر ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره پر بېلابېلو کارونو بوخت دي.
ډېری دغو ماشومانو د بوټانو او څپلیو رنګولو، سپند دودولو او د لاسي توکو پلور په څېر، نورو درنو کارونو ته مخه کړې.
یوولس کلن زاهد چې د غزني ښار د «پلان سوم» سیمه کې هټۍ په هټۍ او موټر په موټر سپند دودوي، سلاموطندار ته وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ برابرونکی دی.
نوموړی وايي: «زه خپله کار کوم. د ورځې ۱۵۰-۱۰۰ افغانۍ کار کوم. زړه مې دی زدهکړې وکړم، خو که زه کار ونهکړم، کورنۍ مې لوږې پاتې کېږي.»
هغه چې نازک او شړېدلی واسکټ اغوستی او د سپند تور لوګی یې پر مخ له ورایه ښکاري، وايي، که حکومت یې کورنۍ سره مرسته وکړي، خپله به ښوونځي ته لاړ شي، څو خپله راتلونکې جوړه کړي. «تراوسه له مرستو خبر نهیوو، دولت موږ سره مرسته نهده کړې، هیڅکله یې مرسته نهده کړې. دولت باید موږ سره مرسته وکړي، څو ښوونځي ته لاړ شو او راتلونکې مو جوړه کړو.»
اسماعیلخان هم په دې سیمه کې موټرو ته سپند کوي او موټرو کې ناستو کسانو څخه پنځه او لس افغانۍ اخلي. هغه وايي چې د کورنۍ ټول لګښت پر ده دی او په وینا یې، د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ پیدا کوي چې د شپې پرې خپلې کورنۍ ته وچه ډوډۍ وړي.
هغه وویل: «پلار مې کار نهکوي، زه خپله کار کوم. د کور مصرف ډېر زیات دی، زه باید کار وکړم. نن مې ۵۰ افغانۍ کار کړی، نورې ورځې به مې ۱۰۰ افغانۍ کار کاوه.»
د ښار په یوه بله څنډه کې ۱۳کلن سلیمشاه سره مخ کېږو او له نوموړي د مرستندویه بنسټونو او حکومت د مرستو په اړه پوښتو، نوموړی وايي: «نن مې ۱۰۰ افغانۍ کار کړی، پلار مې کراچۍ چلوي. یوازې یو ځل ۴۰۰۰ افغانۍ مرسته راسره وشوه او یو ځل یوه بورۍ اوړه او یوه بوشکه غوړي مرسته راسره وشوه.»
افغانستان کې د فقر او بېوزلي زیاتېدل لامل شوي چې ماشومان کارو ته مخه کړي او دې چارې د غزني د اوسېدونکو او ټولنپوهانو نیوکې او اندېښنې زیاتې کړې دي.
دوی وايي، سربېره پر دې چې د ډېری ماشومانو د کورنۍ اقتصاد ښه دی، خو پر سړکونو کار کول یې مسلک ګرځېدلی دی.
د غزني یوه هټۍوال محمدسالم وویل: «یوشمېر یې اړمن دي، خو د ډېرو یې همدا کسبوکار دی. موږ خپله پوهېږو چې له شوقه راځي، موږ هټۍوال ډېر ورسره په تکلیف کې یوو. همدا چې موټر راځي، ورته درېږي او په زور ترې پیسې اخلي او سپند ورته کوي. غوښتنه مو دا ده چې دوی ټول کړي.»
یوه ټولنپوه محمدجلیل کریمي په دې اړه وویل: «د یادو ماشومان راتلونکی به نامناسبه وي، ځکه دوی له ټولنیزو او اکاډمیکو زدهکړو لرې پاتې کېږي او ښايي چې دوی کله لویان شي، خپل ماشومان به کار کولو ته هڅوي او دا لړۍ به روانه وي.»
د غزني د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرست عليمحمد محمود وویل چې دغه ولایت کې لږ تر لږه ۱۰زره بېسرپرسته ماشومان ژوند کوي چې یوشمېر یې پر درنو کارونو بوخت دي.
هغه وویل: «د بېسرپرسته ماشومان شمېر نهه تر لس زرو ته رسېدلی. د مرستندویه بنسټونو په همکاري مو شاوخوا ۲۵۷۰ ماشومانو ته ګرمې جامې وېشلي او ۱۲۰ ماشومانو ته مو د کوچنۍ سوداګرۍ تر نوم لاندې هټۍ پرانېستي. ۱۷ او ۱۶ کلن ماشومان مو حرفوي زدهکړو ته معرفي کړې دي.»
د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرست زیاتوي چې د مشرتابه د فرمان پر بنسټ هېواد کې بېسرپرسته ماشومان سره د مرستې په موخه سروې پیل شوې او دغه بهیر به تر راتلونکو څو ورځو دغه ولایت کې هم پیل شي.
نوموړي وویل: «د مشرتابه لهخوا یوه طرحه تایید شوې چې پر بنسټ به یې هغه ماشومان چې له زدهکړو پاتې شوي او درانه کارونه کوي، مرسته وشي. د دې طرحې پلې کېدو لپاره د وزارتخونو له لوري کمېسیون جوړ شوی چې نږدو کې به غزني کې هم پلې شي. ریاست په ولسوالیو کې خپلې سروې پیل کړي او د کمېسیون د کار تر پیل به زموږ ارزونې هم بشپړې شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
فقر او بېوزلي، د بېسرپرسته ماشومانو مدیریت لپاره د یوې ځانګړې تګلارې نشتون لامل شوی چې هره ورځ هېواد کې په ځانګړې توګه غزني کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.