د ونو پیوندول د بڼوالۍ له مهمو برخو څه شمېرل کېږي چې په سم توګه د یادې چارې مخته وړل به د بڼوالۍ د پراختیا او د حاصلاتو د کیفیت لوړېدو لامل شي.

د غزني د مرکز د نوغي کلي اوسېدونکی او بڼوال بخت‌محمد وايي، ګڼ‌شمېر بزګران اوس هم په دودیزه توګه ونې پیوندوي. د ده په خبره، که مناسب وخت کې دغه چاره ترسره نشي، نیالګي یخ وهي چې له امله یې حاصلات کمېږي.

نوموړی وایي: «اساسي ستونزه دا ده چې کله هوا سړه شي، بیا ستونزې جوړوي، خو کله چې ونې پیوند شي، بیا حاصلات زیات ورکوي، خو په دې برخه کې د کرنې ریاست هیڅ ډول روزنه او پوهاوی بزګرانو ته نه دی ورکړی، او د ونو د پيوند کولو وسایل برخه کې هم چا مرسته نده کړې.»

بل‌خوا جمعه خان هغه  باغ لرونکی دی چې  تېرکال یې، د غزني د کرنې ریاست په یوه روزنیز ورکشاپ کې هم برخه اخیستې وه. نوموړی وايي، اوس هم  د مجبورۍ له مخې، په لومړنیو وسایلو ونې پیوندوي او هم مهاله کافي عامه پوهاوي هم نه‌لري چې په پایله کې یې ونې ترې وچې شي.

هغه وویل: «د ونو پیوندولو لپاره موږ له هماغه پخوانیو او ساده لارو څخه کار اخلو. تېرکال د کرنې ریاست له‌خوا ورکشاپ  دایر شو، خو که د ونو پیوند په سم ډول ترسره نه‌شي، ونې وچېږي، له کرنې ریاست څخه غوښتنه لرو چې د ونو د پیوندلو وسایل کروندګر ته په واک کې ورکړي. که امکانات نه‌وي، ونې وچیږي او دغه راز بڼوال ځانګړی پوهاوی هم نه‌لري.»

په همدې حال کې د کرنې برخې کارپوه محمدابراهیم فروتن په دې باور دی چې په سم ډول د ونو پیوندول، د باغونو د حاصلاتو پر کیفیت او کمیت د پام وړ اغېز لري.

نوموړی سپارښتنه کوي څو په غزني کې د ونو پیوند کول د  سنبلې میاشتې په نیمايي کې ترسره شي چې په دې سره به د ژمي له سړې هوا څخه  د ونو د خرابیدو مخنیوی شوی وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فروتن دغه راز له بڼوالو غوښتنه کوي چې د باکیفیته حاصلاتو د ترلاسه کولو لپاره لازمه ده د کرنې ریاست له باوري قوریو څخه نیالګي واخلي او استفاده ترې وکړي.

هغه وویل: «د ونو زیاتوالی په آفتونو او ناروغیو کې مقاومت زیاتوي، تولید ژر او با کیفیته کیږي. یوه بله ګټه د پیوند وهلو داده چې مېوې یېیو شان وي او تجارتي بازار ته مناسبه وي. د ونو پیوند کول یو اساسي اصل دی او د غزني ځانګړې اقلیمي شرایطو ته په کتو سره، موږ باید د سنبلې په ۱۵ یا ۱۸ مه پیوند پيل کړو، ځکه که په ثور یا جوزا کې پیوند وکړو، نو د غزني یخ ژمی د ونو پیوندونه یخ کوي.»

په همدې حال کې د غزني  د کرنې ریاست چارواکي وايي، د بڼوالۍ وضعیت د ښه کولو لپاره د ونو د پیوند کولو، ښاخونو اصلاح او نورو میتودونو په اړه بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترسره کوي.

د غزني د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې عمومي مدیر محمدذکریا هوتک وايي: «په غزني کې هم لکه د نورو ولایتونو په څېر د ونو پیوندول، په مختلفو ډولو ترسره کېږي چې بزګران یې ترسره کوي. د باغدارانو او دهاقین د هڅونې لپاره، د غزني د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي بزګرانو ته لازم پوهاوی ورکړي. په دې برخه کې ګڼ شمېر روزنیز پروګرامونه ترسره شوي دي. په ټوله کې کوښښ مو دادی چې د معیاري بڼوالۍ عملي او نظري روزنې دوامدارې کړو.»

دا په داسې حال ده چې بڼوالي د غزني اوسیدونکو د ګټې او اقتصادي ستونزو د حل له مهمو سرچینو څه ده چې د زردالو، مڼې، انګورو، آلوچې او بادامو حاصلات یې مهم هغه یادیږي.

د ونو د پیوند مسلکي لارې چارې کولای شي ددغو باغونو حاصلات له کیفي او کمي اړخه د پام وړ زیات کړي. د بڼوالو غوښتنې دادي چې مسؤلې ادارې او مرستندویه اړوند بنسټونه د پوهاوي تر څنګ لازم وسایل هم په واک کې ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام