د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د واکسین یو میاشتنی کمپاین پیل کړی چې له مخې به یې، پنځه سوه زره کسانو ته چې عمرونه یې له ۱۸ کلنۍ پورته دي واکسین تطبیق شي.
د عامي روغتیا رییس ډاکټر امیرمحمد افتاب وايي، د واکسین ترسره کولو لړۍ به د ۸۴ ګرځنده ټیمونو له لوري کېږي چې مېرمنې هم پهکې شاملې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ډاکټرافتاب زیاتوي، دې کمپاین کې د «جانسن اینډ جانسن» واکسین ورکول او د جلالاباد ښار ترڅنګ به په ۲۲ ولسوالیو کې د تطبیق لړۍ روانه وي.
نوموړي وویل: «کمپاین نن په عملي ډول شروع شو چې دا به نږدې یوه میاشت دوام کوي. د دې لپاره ۸۴ ټیمونه دي چې په هر ټیم کې ۵کسان لرو چې دوه یې مېرمنې دي. د څارنې لپاره یې ۳۰ سوپروایزران ګومارل شوي او ۱۵ فیکس ټيمونه لرو او دا واکسین به کور په کور وي یو کس به هم له دې واکسین نه پاتې کېږي او هغه کسانو ته یې ورکوو چې عمر یې له ۱۸ کالو پورته وي.»
ننګرهار کې په ۲۰۲۱ کال کې څه د پاسه ۴ سوه زره او په روان ۲۰۲۲ کې تر اوسه شاوخوا یو سل پنځوس زره کسانو ته واکسین لګول شوی دی. روغتیايي مسوولان وایي، هغه مېرمنې چې امیندواره وي دا واکسین ورته نه پلي کېږي، خو د هغوی لپاره ځانګړی شوی واکسین به ورته تطبیق کېږي.
د ننګرهار کتلوي معافیت امر حکم خان ګلابزی وایي، کورونا ویروس وژونکې ناروغي ده ځکه نو خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د معافیت د پیاوړتیا لپاره دې کرونا ضد واکسین ولګوي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي هم د عامې روغتیا ادارې له لوري کمپاین مهم بولي، خو غوښتنه کوي چې په لرو پرتو سیمو کې دې حکومت د عامه پوهاوی لړۍ هم چټکه کړي، څو ټول خلک يې په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي او د ممکنه خطر څخه د ژغورولو په موخه يې ولګوي.
باید وویل شي چې روغتیايي مسوولان که څه هم په اوس وختونو کې پر کورونا د اخته کسان شمېر کم یادوي، خو زیاتوي که ډېر کسان پرې اخته هم شي، دوی ورته لازم چمتووالی لري.
په ورته وخت کې ډاکتران هغه اوازې هم بېبنسټه بولي چې ګني د اوړي په موسم کې د کورونا ویروس اغېز زیات نه وي. روغتیايي مسوولان زیاتوي، خلک باید د ځان ساتنې لپاره پوره پاملرنه وکړي او روغتیايي لارښونې عملي کړي.


