لوګر کې د لوړو زده‌کړو موسسې مسوولان وایي چې د دغه ولایت له شاوخوا ۲۳۰۰ زده‌کوونکو څخه یې د کانکور ازموینې اخیستلو لړۍ پيل کړه.

د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې رییس مفتي ضیااحمد صارم وویل، سږکال د لوګر کانکور ازموینه کې د مرکز پل‌علم او ولسوالیو شاوخوا ۲۳۰۰ فارغانو ګډون کړی چې یاده ازموینه به په دوه ورځو کې بشپړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، لوګر لوړو زده‌کړو موسسې له لوري په نږدې ورځو کې دوه نوي پوهنځي هم پرانېستل شي. بل‌خوا د لوګر مرستیال والي محمدانور دین‌پرور وویل، د هر افغان دا دنده او مسوولیت لري چې بل افغان ته د لیک‌لوست زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا، د ښوونځيو او پوهنتونونو ښوونکو ته په‌کار ده چې زده‌کوونکي پر داسې روحیه وروزي چې هېواد ته په صداقت خدمت وکړي.

لوګر کې د کانکور ازموینې یوه ګډونوال جاوید سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د روان کال کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی، خو ټینګار کوي چې لوړو زده‌کړو وزارت دې د هېواد پوهنتونونو ته ځوانانو د جذب لمن پراخه کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ازموینې ملي ادارې له لوري د لوګر په ګډون د هېواد په ۱۶ولایتونو کې هم د روان ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې اخیستلو لړۍ پیل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام