د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې چارواکي وايي چې  واک ته د سرپرست حکومت له رسېد راهیسې د تشو دولتي بستونو لپاره ۲۰۰زره ګډونوالو څخه په برښنايي ډول ازموینه اخیستل شوې چې له ډلې یې، ۳۱۰۰۰ کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

یادو چارواکو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، چنګاښ څلورمه، د دې ادارې د برېښنايي استخدام سسټم او د ډیټابیس پرانیستلو پروګرام کې کړې دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې عمومي رییس محمد طاووس طارق وايي: «د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، د عامې روغتیا، ښاري پراختیا، تخنیکي زده‌کړو او ځینو نورو وزارتونو په څېر په مختلفو بستونو کې ۲۰۰۰۰۰ غوښتونکو نوملکینه کړې وه چې له دې ډلې موږ ۳۱۰۰۰ کسان استخدام کړي دي.»

د دې ادارې چارواکي د برښنايي استخدام سیسټمونو او ډیټابیسونو فعالول د ډیجیټل کولو، شفافیت رامنځته کولو، لګښتونو کمولو او په دولتي ادارو کې د ځنډ مخنیوي په برخه کې یو اغېزمن ګام ګڼي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو په څانګه کې د ګومارنو مشر، محمدعنان حقاني وايي: «موږ د برښنايي استخدام سیسټم فعال کړی، څو زموږ ځوانان په هر ولایت او ولسوالي کې د عصري ټیکنالوژۍ له لارې خپل معلومات سیسټم ته داخل کړي او د ازادې سیالۍ له لارې د خپلې ازموینې لپاره چمتو شي.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو چارواکي زیاتوي چې په تېرو څلورو کلونو کې له ۲۰ څخه زیاتو وزارتونو او دولتي څانګو کې له ۹۰۰ څخه ډیرې اداري پروسې ساده شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام