په یوې څنډه کې ناسته ده او ورو خپل درسونه لولي؛ د ښوونځي پرانېستلو ته په تمه ده؛ نږدې ورغلم او له سلام ویلو وروسته مې ترې نوم وپوښت؛ په مسکا یې، ځواب راکړ او وویل «بهار یم، د شپږم ټولګي زده‌کوونکې.»

۱۲کلنه بهار د کابل اوسېدونکې ده او د روان ښوونیز کال وروستۍ میاشتې یې دي. دا چې ښوونیز کال په پای ته رسېدو دی، ناهیله ده او له سرپرست حکومت غواړي چې نجونې زده‌کړو ته پرېږدي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بهار وايي: «هره ورځ چې تېرېږي دردونکې ده او ژاړم، که واک مې درلود، دا ورځې به مې درولې وې؛ وخت به مې درولی و، تر هغو چې ښوونځی او زده‌کړې مې بشپړې کړې وې او دا چې زه اول نمره یم، هوډ لرم چې سږکال هېڅ درس ونه‌وایم او حتا په ناکامۍ مې خوښه یم؛ ځکه غواړم یو بل کا هم زده‌کړې وکړم.»

د بهار په وینا، ښوونځی، ټولګي‌وال او ښوونکو سره دومره مینه لري چې غواړي، د جمعې پر ورځو هم ښوونځي ته لاړه شي. هغه په ژړغونې څېره او له اوښکو ډکو سترګو وايي، نه‌پوهېږي، راتلونکې دوه میاشتې وروسته د ښوونځي تشه په څه ډکه کړي.

هغې وویل: «ژوند کې مې هېڅ څه د ښوونځي ځای نه‌شي نیولی؛ د هرې ورځې په تېرېدو سره مې زړه ځورېږي او ښوونکو سره مې د مور او پلار په څېر مینه لرم او ټولګي‌والو سره مې هم مینه لرم او هره شېبه چې فکر کوم، ښوونځي ته به نه‌ځم؛ ژړا راځي او هېڅ‌ نه‌غواړم ښوونځي او ملګرو څخه مې لرې شم.»

کوچنۍ بهار سترې هیلې لري او وايي، که ښوونځي څخه راونه‌‌ګرځول شوي، غواړي ډاکټره شي او د زرګونه هېواد‌والو دردونو ته د مرحم پټۍ شي. «که ومې کولای شوای چې ښوونځی او پوهنتونو ووایم، هیله لرم چې راتلونکې کې ډاکټره شم او خلکو ته خدمت وکړم.»

د بهار پلار چې ګڼو اقتصادي ستونزو یې، ژوند له کړاوه ډک کړی، وايي، د ښوونځي له بشپړېدو وروسته به خپله لور د ژبو ښوونیزو مرکزونو کې شامله کړي.

هغه وايي: «بهار سره مې ژمنه کړې چې د ژبو او کمپیوټر ښوونیز مرکز کې به یې، شاملوم؛ کوښښ کوم، خو له بده‌مرغه چې تراوسه چا راسره د پور مرسته نه‌ده کړې؛ اړ یم، د دې لپاره چې لور سره ژمنه کړې؛ هر ډول چې کېږي باید پیسې ورته برابرې کړم. دا چې نوم مې ورته بهار اېښی، خو هره ورځ مړاوې کېږي او وېره لرم چې لور به مې پر ژور خپګان اخته شي.»

نجونې زده‌کوونکې داسې مهال له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو راګرځول شوي چې د ښځو حقونو فعالان وايي، د ښوونځي تړلي پاتې‌کېدل به نه جبرانېدونکې پایلې ولري او د وروسته پاتې‌کېدو لامل به شي.

د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وايي: «له زده‌کړو د نجونو محرومیت شېبه شېبه یې، منفي اغېز لري، جبري وادونه زیاتېږي او د کورنۍ، ټولنې او افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز پرې‌باسي او د هېواد د وروسته پاتې‌کېدو لامل کېږي.»

د پوهنتون استاد او د ټولنیزو چارو کارپوه احمدراشد صدیقي وايي، د ښوونځیو تړلي‌ پاتې‌کېدل به ټولنې ته ناسمې پایلې ولري.

هغه وویل: «که د ښوونځي او پوهنتون دروازې خلاصې نه‌شي، ټولنه کې له هر اړخه اغېزمن  کېږو؛ کورنۍ روزنه او سیاسي، ټولنیز او اقتصادي موضوعات نامطلوب کېږي. نجونو ته باید د زده‌کړو اجازه ورکړل شي، څو د یوه انسان او ښاري په توګه پرمختګ وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ماشومانو لپاره د ملګرومتونو ملاتړې ادارې «یونېسف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د تېرو درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې درې میلیارډ درسي ساعتونه ضایعې شوي او هم ۱.۴ میلیونه نجونې له ښوونځیو محرومې دي.

د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د تېرو درېوو کلونو پرمهال له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو زده‌کوونکو او پوهنتون زده‌کړیالانې، تر امرثاني پورې له زده‌کړو راګرځول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام