د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو په ۱ ګروپ کې د افغانستان له‌خوا د اسټرالیا له تاریخي ماتې وروسته، نیمه پای‌لوبې ته د افغان لوبډلې دریځ پیاوړی شوی دی.

له دې لوبې وروسته دغه ګروپ کې نیمه پای‌لوبې ته د افغان لوبډلې ترڅنګ د نورو  لوبډلو تګ هم په زړه پورې شوی دی.

که افغانستان او اسټرالیا لوبه وګټله؛

د کرېک‌‌انفو وېب‌پاڼې د راپور له مخې، که افغانستان او اسټرالیا لوبه وګټي، دغه ګروپ کې به درې لوبډلې په څلور-څلور پاینټونو لوبې پای‌ ته ورسوي او نیمه پای‌لوبې ته به غوره رنزرېټ لرونکې لوبډلې لاره پیدا کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که اسټرالیا په ۱ منډه هند ته ماته ورکوي، افغانستان باید په ۳۶ منډو بنګله‌دېش ته ماته ورکړي، څو له اسټرالیا یې رنز‌رېټ لوړ او نیمه پای‌لوبې ته لاره ومومي.

که اسټرالیا د هند پر وړاندې سیالي کې په وروستي توپ د منډو هدف ترلاسه کړي، نو افغانستان باید د بنګله‌دېش له‌خوا ورکړل شوی هدف، په ۱۵.۴ اورونو کې او یا له دې مخکې پوره کړي. «په لومړي اننګیز کې د ۱۶۰ منډو په پام کې نیولو سره.»

هند دا مهال په ۲.۴۲۵ رنزرېټ سره د جدول سر کې ده او د یادې لوبډلې لرې کولو لپاره باید اسټرالیا او افغانستان په ستر توپیر لوبې وګټي.

اسټرالیا باید د ۴۱ منډو په توپیر هند مات کړي، څو د هند ځای ونیسي او افغانستان باید بنګله‌دېش ته د ۸۳ منډو په توپیر ماته ورکړي، څو د دویمې لوبډلې په توګه نیمه پای‌لوبې ته ووځي.

که هند او بنګله‌دېش لوبه وګټي!

که هند او بنګله‌دېش خپلې لوبې وګټي، نو هند به په ۶ امتیازونو نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړي او له پاتې درېوو لوبډلو «افغانستان، اسټرالیا، بنګله‌دېش» به هغه لوبډله بل پړاو ته لاره پیدا کړي چې غوره رنزرېټ ولري.

دې درېوو لوبډلو کې دا مهال اسټرالیا تر ټولو ښه رنزرېټ لري. که افغانستان په یوه منډه ماته خوري، اسټرالیا باید په ۳۱ منډو ماته وخوري، څو افغانستان نیمه پای‌لوبې ته ووځي.

بنګه‌دېش بیا د نیمه پای‌لوبې ته د تلو لپاره باید افغانستان ته په ۳۱ منډو ماته ورکړي او اسټرالیا له هند په ۵۵ منډو ماته وخوري، څو دغه لوبډله نیمه پای‌لوبې ته ووځي.

که بنګله‌دېش او اسټرالیا لوبه ګټي!

هند او اسټرالیا به نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کوي او افغانستان او بنګله‌‌دېش به له نیمه پای‌لوبې پاتې کېږي.

که افغانستان او هند لوبه وګټي!

که افغان لوبډله او هند خپلو سیالانو ته ماته ورکوي، نو هند به په ۶ او افغانستان به په څلور امتیازونو د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پای‌لوبو ته لاره پیدا کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد جام د اتو غوره لوبډلو ۲ ګروپ څخه سوېلي‌افریقا او انګلستان لا له وړاندې نیمه پای‌لوبو ته لاره پیدا کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام