د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ۴۵کلن رازمحمد د ګټېوټې لپاره د یوې زړې رېکشې خاوند دی. رازمحمد د لښکرګاه ښار پر سړکونو د خپلې کورنۍ اړتیا برابرولو لپاره دغه رېکشه چلوي.
نوموړی چې په یوه کرایي کور کې ژوند کوي، وايي، دومره څه پیدا کوي چې ژوند یې، پرې روان شي. رازمحمد زیاتوي چې تازه د کور څښتن د کور پرېښودو لپاره خبر ورکړی او په وینا یې، اړ شوی چې یوه کوټه کرایه کړي.
د نوموړي په وینا، د زیاتو خونو لرونکي کور د کرایه کولو توان نهلري.
نوموړي وویل: «زه همدا یو رخشه لرم او تر څنګه یې روزانه کوم. د کور مالک خبر راکړی چي په درې ورځو کې کور ورته خوشې کړم، اوس مې یوه کوټه نیولې، زما شیان او اولادونه پهکې ځاېږي، خو څه وکړم مجبور یم. د داسې کور توان نهلرم چې درې څلور کوټې ولري، ځکه له شپږ تر اوه زره افغانیو دی.»
په لښکرګاه ښار کې د هستوګنیزو کورونو د کرایې دا لوړوالی دومره ناڅاپي دی چې ګڼشمېر کرایه ناستي له خپلو اوسنيو ځایونو څخه وتلو ته اړ شوي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې یوسفجان وايي: «د کرایه کورونو کرایه ورځ تر بلې ګرانیږي. موږ یې د ورکولو توان نهلرو. زموږ له دولت څخه غوښتنه ده چې دې برخې ته جدي پام وکړي او د کورونو د مالکانو څخه هیله کوو چې انصاف وکړي.
سیدمحمد صابر چې په کرایه کور کې ژوند کوي، وايي: «ما اوس له مجبوریت څخه په یو داسې خامه کور کې تازه اړولي چې مخکې چا په دوه زره نه غوښت، خو ما اوس په پنځه زره افغانۍ نیولی، همدا راز د تازه نیولو پرمهال ۲۵۰۰ افغانۍ رهنما راڅخه واخیستلې.»
![]()
په ورته مهال هلمند کې د معاملاتو د لارښوونې ټولنې مسوولان د هستوګنيزو کورونو د کرایو د لوړوالي په اړه وايي چې دوی د رسمي لایحې مطابق عمل کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد ولایت کې د معاملاتو د لارښوونې ټولنې مشر قاري رحمتالله رحماني وویل: «عدلیه یو نوی مکتوب رالیږي، هغه کې د کرایه کورونو اړوند یوه طرحه موجوده ده. موږ به د هغه طرحې او مکتوب مطابق عمل کوو.»
په ورته مهال د ښاري نظم د خونديتوب او د اقتصادي فشارونو د کمښت لپاره یوشمېر ټولنیز فعالان هم له حکومت څخه غوښتنه کوي چي د کرایو لپاره رسمي تعرفې وټاکي او د سرغړوونکو پر وړاندې سخته پالیسي عملي کړي.
ټولنیز فعال میوند میړني وویل: «دولت ته په کار ده چې د ناتوان کرایه نشینو هېوادوالو ملاتړ ورکړي او هر هغه څوک چې د دوی سره ظلم کوي، مخنیوی یې وکړي، څو دوی هم نورو په څېر خپل ارام ژوند ته دوام ورکړي.»
د عدلې ریاست مسوولان وايي، که څوک له کرایه ورکوونکو څخه د قانون خلاف زیاتې پیسې وغواړي، عدلي بنسټونه به یې پر وړاندې قانوني ګامونه واخلي
د هلمند د عدلیې رییس مولوي محمدمحمدي وايي: «موږ ته داسې شکایتونه رارسېدلي چې کرایه یې مخکې ۲۰۰۰ وه، اوس ۴۰۰۰ زره شوې، داسي شکایتونه پر ځای دي چې پنځه زره پرې لس زره شوي، موږ یې د مخنیوي هڅې کوو او چاته اجازه نهورکوو.»
هلمند داسې مهال د کورونو له لوړې کرایې شکایتونه کېږي چې خلک دې برخه کې د حکومت جدي پاملرنې غوښتونکي دي.


