غور کې یوشمېر روغتیاپالان وايي، د اومیندوارۍ پرمهال ګواښوونکو نښو نښانو ته نهپام د ماشوم ضایع کېدو، له وخت مخکې د زېږون او د میندو روغتیا ته د جدي زیان رسولو لامل کیږي.
روغتیاپالان، وینهبهېدنه، د ګېډې سخت درد، د مخ، لاسونو او بدن یو ناڅاپه پاړسوب، سر درد، د نفس تنګېدل او د سترګو نهلیدو ستونزې او د مور ګېډه کې د ماشوم حرکت کمېدل د اومیندوارۍ پرمهال ګواښوونکې نښې نښانې بولي او ټینګار کوي چې ورته نهپام کولی شي د مور او ماشوم ژوند له خطر سره مخ کړي.
غور کې د نسايي ولادي برخې متخصصه سحر رحیمي سلاموطندار ته وايي، د اومیندوارۍ پرمهال شدیده وینهبهېدنه له ګواښونکو نښو څخه ده چې ښځې باید ورته پام وکړي.
هغې وویل: «د امیندوارۍ په لومړیو کې، کمه وینه بهېدل عادي خبره ده او د اندیښنې خبره نه ده. مګر که وینه بهیدل زیاته وي، دا عادي خبره نهده او دا د سقط، یا هم له رحم څخه بهر اومیندوارۍ ووسي. میندې باید په بېړه اقدام وکړي، مور باید ډېر استراحت وکړي او وروسته دې کوښښ وکړي چې ډاکټر ته مراجعه وکړي.»
غور کې بله ډاکټره حکیمه کاظمي، په امیندواره میرمنو کې د دې نښو څرګندیدو پرمهال ډاکټر ته د ورتلو اړتیا په اړه وايي: «کله چې دغو نښو سره مخ شئ، نو باید ژر تر ژره د نسایي ولادي متخصص، یا نسايي ولادي قابله وګورئ، د مور ژوند یا اختلالات، یا حتی پخپله جنین وژغورئ.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو ۳۱ کلنه لیليماه چې د څلورو ماشومانو مور ده وايي چې هغې د امیندوارۍ د خبرداري نښو په اړه هیڅ معلومات یا مشوره نه ده ترلاسه کړې.
دې وویل: «ځکه چې مونږ ته څوک سمه مشوره نه راکوي، یو ماشوم مې ضایع شو. دروند څه مې پورته کړي وو، او ماشوم مې سقط شو. بیا ډاکټر او کلینیک ته هم لاړمه نه. ځکه چې لرې وو او اقتصادي وضعیت مو هم ښه نه وو. موټر او موټر سایکل مو هم نه درلود چې پرې لاړ شو. همدا چې وینه بهېدل مې شروع شو، نه پوهېدم چې ماشوم مې له لاسه ورکوم. ځکه چې ما ته چا څه نه وو ویلي.»
۲۸کلنه حنیفه چې دوه ماشومان لري هغه هم وايي، د پرمختللو روغتیايي خدماتو او مسلکي ډاکټرانو نهشتون په دلیل اړ شوې چې دواړه ماشومان یې په کور کې نړۍ ته راشي.
«نه پوهېږم چې د اومیندوارۍ مرحله څه خطرونه لري، خو همدا زړې ښځې وايي چې دروند څه مه پورته کوئ. مونږ له کلینیک او روغتیايي مرکزونو هم لرې یو، ډېر مالومات نه لرو. دلته تر ډېره د مشرو ښځو خبرې چلیږي، د کومو ښځو چې ماشومان پیدا کیږي د اومیندوارۍ پرمهال تر ډېره همدغو مشرو ښځو ته ورځي. مونږ خو ډېر مالومات نه لرو.»
د یادونې ده چې د ناوړه پایلو مخنیوي لپاره اړتیا ده چې اومیندواره ښځې په منظم ډول د ډاکټر تر نظارت لاندې ووسي، ترڅو د اومیندوارۍ پرمهال د احتمالي ستونزو رامنځ ته کېدو او له وخت مخکې زېږون څخه مخنیوی وشي.


