د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي پکتیا ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د نړیوالو فشارونو سربېره به له خپلو پرېکړو پر شاه نهشي او د اسلامي نظام د پایښت لپاره خپلې هڅې کوي.
محمدخالد حنفي یادې غونډې ته همداراز ویلي چې امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت به افغانستان کې د اسلامي نظام د ټيڼګښت په موخه نور فرمانونه هم صادر کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست ټينګار کړی چې اسلامي امارت له نړیوالو سره د تعامل غوښتونکی دی، خو په وینا یې، دغه تعامل باید د غلامۍ په معنی نه وي.
په همدې حال کې نوموړي زیاته کړې چې افغانستان کې د امریکا لاسوهنه اوس هم روانه ده او هېڅکل به د اسلام له احکامو تېر نه شي او پر خپلو پرېکړو ولاړ دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د ښځو حجاب، د نارینهوو د ږیرې او یوشمېر نورو برخو کې فرمانونه وکړي چې د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، یوازې توصیي بڼه لري.