Asset 1SWN

سرو زرو بیو لوړوالی؛ «د طلا پر سر جنجال شو او  جلا شو»

طلا-696x392

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولابتونو کې له ۱۵ جوړو «نجونو او هلکانو» سره د دوی د وادونو د ځنډېد  په اړه مرکې کړي چې ډېرو یې، لامل د سرو زرو بیو لوړوالی ښودلی دی. 

په دې لړ کې د کورنیو د تاوتریخوالي له امله نجلۍ او هلک هم جلا شوي دي.

په نړیوالو بازارونو کې د ۲۰۲۵کال له وروستیو څخه د ۲۰۲۶کال له پیله، د سروزرو بیې د پام وړ لوړې شوې دي. دا زیاتوالی په افغانستان کې هم مستقیم اغېز کړی او د واده پر دودیزو لګښتونو، په ځانګړي ډول د ناوې د سروزرو پر برابرولو، یې فشار زیات کړی دی.

د راپور له مخې، د واده په درشل کې یوشمېر ځوانان د سروزرو د لوړې بیې له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. ځینې یې اړ شوي چې درانه پورونه واخلي او په څو مواردو کې د سرو زرو پر سر د کورنیو ترمنځ شخړې هم رامنځته شوې دي.

۲۲کلنه خروشان د کندوز اوسېدونکې ده، وايي«د خسر کورنۍ مې وویل چې د کوچني اختر درېیمه ورځ به واده کوو. کله چې د واده د توکو اخیستلو لپاره لاړو، هغوی وویل یوازې لس ګرامه طلا اخلو، یو ګوته او یو غوږوالۍ. ما ونه منله او نه زما کورنۍ. کور ته چې راغلو، شخړه وشوه او بالاخره نامزادي مو فسخه شوه. هغوی مخکې هم راته طلا نه وه اخیستې او ویلي یې وو چې په واده کې به یې اخلي، خو د طلا پر سر جنجال شو او جلا شوو.»

په افغانستان کې د واده دودونه له پخوا راهیسې د سرو زرو له ځانګړو لستونو سره تړلي دي چې ډېر وخت د ناوې د کورنۍ له لوري ټاکل کېږي. خو اوسنی اقتصادي وضعیت او د سرو زرو لوړې بیې دا دودونه د ډېرو کورنیو لپاره درانه کړي دي.

۲۲ کلن پرویز د جوزجان اوسېدونکی دی. هغه وايي: «ټاکل شوې وه چې په تېره میاشت کې واده وکړو، خو د طلا د بیو د لوړېدو له امله ونه توانېدو. موږ مجبور یو چې پور واخلو، ځکه چې په خپله دومره پیسې نه لرو. د ناوې کورنۍ وايي چې په لست کې چې څه لیکل شوي، باید هماغه برابر شي.»

د هرات اوسېدونکی ۲۵کلن کامران هم له همدې ستونزې سره مخ دی. دی وايي چې د سرو زرو برابرول د دوی د واده د ځنډ اصلي لامل شوی دی. «د طلا بیې نږدې هر ګرام درې زره زیاتې شوې دي. زه نیمه‌وخت کار کوم او ځانګړې پانګه نه لرم. اړ شوم له ملګرو پور واخلم او له کار ځایه مخکې له وخته پیسې واخلم. اوس پوردار یم او واده مو ځنډېدلی دی. شپږ میاشتې کېږي چې نامزد یو او هره ورځ د واده د وخت پوښتنه کېږي.»

موندنې ښيي چې ځینې جوړې د لګښتونو د کنټرول لپاره بدیلو لارو ته مخه کړې ده، لکه د ټیټ عیار سرو زرو اخیستل یا ان د تقلبي سرو زرو کارول؛ خو دا کارونه بیا د کورنیو ترمنځ نوي اختلافونه راپارولي دي.

په هرات کې ۳۵کلن غلام حیدر یو له هغو کسانو څخه دی چې د واده د لوړو لګښتونو او دودیزو تمو له امله کلونه راهیسې د ګډ ژوند پیل ته نه دی رسېدلی. نوموړی وایي چې د سرو زرو بیې دا چاره نوره هم سخته کړې ده.

هغه وايي: «خلک ډېر وخت د ستونزې اصلي لامل همدا طلا بولي. زه نهه کاله کېږي نامزد یم، خو د نامزادۍ د لوړو غوښتنو له امله مو تر اوسه واده نه دی کړی. هر ځل چې لږ پیسې راټولې کړم، بیا د طلا موضوع راپورته شي او بېرته پاتې شي. د پیسو نشتوالی او د طلا اخیستلو توان نه لرم، همدا لامل دی چې واده مې ځنډېدلی دی، او نوموړې هم پر خپل شرط ولاړه ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سره له دې، هغه جوړې چې واده یې کړی هم د سرو زرو د بیو له اقتصادي اغېزو خوندي نه دي پاتې شوي. ۲۷کلن محمدالدین د جوزجان اوسېدونکی دی. هغه وایي چې د سرو زرو اخیستل ورته د پورونو لامل شوي او ان د اړیکو پر کیفیت یې هم اغېز کړی دی.

هغه وايي: «ډېرې ستونزې مو ولیدې، ځکه طلا ضروري ګڼل کېده او باید اخیستل شوې وای. ډېر پورونه مو واخیستل. هغه طلا چې د ناوې کورنۍ غوښتله، ونه توانېدو واخلو، نو ارزانه بدیل مو واخیست. خو همدې موضوع شخړې زیاتې کړې او پخوانۍ مینه هم کمه شوه.»

د حکومتي چارواکو په وینا، د واده په مراسمو کې ځینې « ناخوښ دودونه» شته چې د خلکو پر ژوند منفي اغېز کوي. دوی وایي، که شکایت وشي، اړوندې ادارې کولای شي موضوع وڅېړي او ان قانوني اقدام هم وکړي.

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر: «په ځینو ځایونو کې داسې رواجونه شته چې د اسلامي ارزښتونو خلاف دي او د خلکو په مشروع چارو کې خنډ ګرځي، لکه د واده لوړ لګښتونه. زموږ وزارت د عامه پوهاوي لپاره کار کوي او د شکایتونو ځانګړې برخه هم لري. لومړی هڅه کېږي چې موضوع د تفاهم له لارې حل شي، خو که جدي وي، محاکمو ته راجع کېږي.»

ټولن‌پوهان هم ټینګار کوي چې د واده پرمهال زیات لګښتونه کولی شي د جوړو راتلونکی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او د کورنیو ترمنځ ژور اختلافات رامنځته کړي.

ټولن‌پوه ضیا نېک‌زاد: «دا وضعیت لامل کېږي چې جوړې مالي خپلواکي ترلاسه نه کړي، کورنۍ ترمنځ اختلافونه رامنځته شي او ان اړیکې زیانمنې کړي. ساده واده او متقابل تفاهم کولی شي د ژوند د ثبات لپاره زمینه برابره کړي.»

د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵کال له وروستیو څخه د ۲۰۲۶ کال تر پیله د سرو زرو بیې په افغانستان کې نږدې دوه برابره شوې دي. د ۲۴ عیار سرو زرو یو ګرام چې مخکې شاوخوا ۵۰۰۰ تر ۵۵۰۰ افغانیو پلورل کېده، اوس ۹۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغانیو ته رسېدلی دی. همدارنګه، د ۲۲ او ۱۸ عیار سرو زرو بیې هم په ورته ډول لوړې شوې دي.

دا چټک زیاتوالی نه یوازې د خلکو د پېرلو توان کم کړی، بلکې سره زر یې له یو دودیز او مهم توکي څخه د واده پر وړاندې په یوه ستر اقتصادي خنډ بدل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام