په جرمني کې دوه افغان ورونه د خپلې خور د وژنې په تور چې هغه یو ناموسي قتل بللی شوی، د برلیین ښار څارنوالۍ پرون په رسمي توګه تورن پېژندلي دي.
څارنوالو ویلي چې وژل شوې مېرمن د دوو اولادونو مور ده او ۳۴ کاله عمر لري. د څارنوالانو په خبره، دغو دوو ورونو یاده مېرمن له دې امله وژلې چې د ښځو د چلن له سختو مقرراتو څخه چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې نافذ دي، سرغړونه کړې وه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جرمني رسنیو وړاندې داسې ویډیوګانې خپرې کړې وې چې د ۲۲ او ۲۵ کلونو ترمنځ دوه ورونه چې یو غټ بکس ورسره دی، د برلین سوډ کریوز ته د اور ګاډي تمځای ته ورځي.
وژل شوې ښځه له خپل افغان مېړه جلا شوې وه.
دواړه ورونه چې اوس د خپلې خور د وژنې په تور پړه بلل شوي، د اګسټ میاشتې له ۴مې نېټې راهیسې په بند کې دي. په ورته مهال پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې دغو کسانو د خپلې خور د وژلو پر مهال “د غیرت له احساس” څخه کار اخیستی وو.
دغو درې واړو ورونه او خور له څو کلونو راهیسې په جرمني ګډ ژوند کاوه.