یوشمېر حقوقپوهان وايي چې په مدیري بستونو کې کارکوونکي چې پهکې ښځې او نارینه شامل دي، مساوي حقوق لري او دا حقوق د بست لوړولو، معاش او نورو امتیازاتو پورې اړه لري.
خو ځینې ښځې چې په مختلفو ادارو کې کار کوي، وايي، د دوی حقوق او امتیازاتو ته پاملرنه نه کیږي. دوی زیاتوي چې د جنسیت له امله هغوی ته د مدیري بستونو کې د دندې اخیستو اجازه نه ورکول کیږي او ډیری وختونه د نارینهوو، په پرتله لږ معاش ترلاسه کوي.
۵۶کلنه شیما وزيري، د کابل اوسېدونکې ده چې ۳۳کاله یې د نسایی- ولادی ډاکټرې په توګه په مختلفو روغتونونو کې کار کړی دی، په هرات کې د یوې ادارې په اړه د خپلو تجربو په اړه وايي: «۱۵ یا ۱۶ کاله مخکې چې زه په شیندند هرات کې کار کاوه، ځینې ښځې چې استعداد یې درلود چې د ادارې په سر کې کار وکړي، خو د افسوس خبره دا ده چې یوه بی سواده سړی، چې چوپان و، د صحت عامه ریس په توګه ټاکل شوی و. هغه نه یوازې دا چې زموږ د کارونو په اړه هیڅ پوهه نه درلوده، بلکه زموږ د مسلک سره هېڅ تړاو نه درلود، بلکې د هغې په کار کې مداخله هم کوله.»
شیما وزيري زیاتوي چې دغه سړی نه یوازې په ادارو کې د ښځو پرمختګ کې خنډ جوړاوه، بلکې حتی د هغو سیمینارونو لپاره چې د بهرنیو هېوادونو څخه یې ځینې کارکوونکي بلل کیدل، هم د هغوی د ګډون مخه نیوله. دا ښځې په دې باور دي چې د جنسیت له مخې، د هغوی وړتیاوې او شایستګۍ په کار ځای کې هیڅ ډول ارزښت نهلري.
۳۵کلنه زهره مرزا د کابل اوسېدونکې ده چې د هېواد په یوه خبري اژانس کې یې لس کاله کار کړی، وايي، د نارینه محوري ټولنې له امله د دې په دندو او میاشتني معاش کې هیڅ ډول پرمختګ نهدی شوی. هغه زیاتوي چې کله یې د بیعدالتیو په اړه خپل غږ پورته کړ، نو له کاره لرې شوه.
زهره مرزا وايي: «همدغه نارینه چې زما په سر حاکم وو، نه یوازې دا چې ما په پروګرامونو کې په ساحه کې کار کولو ته اړ کړل، بلکې د دفتر دننه هم زما کارونه ترسره کول. د نارینه وو ټول لوړ معاشونه یې ترلاسه کړل، خو ښځو ته یې اجازه نه ورکوله چې خپل استعداد وښیي. هغه یې نه منله چې یوه ښځه زموږ په سر حاکمیت وکړي، ښځه څنګه کولی شي موږ ته امر وکړي، یا په مېټنګ کې له رئیس سره کښیني. دا حالت څو کاله دوام وکړ، تر څو چې ما خپله غږ پورته کړ، بیا زموږ رئیس ما له دندې ګوښه کړ.»
زهره مرزا او نورې ښځې چې په دې راپور کې یې خبرې کړي، وایي چې په کارځایونو کې نابرابري یوازې په مديريتي بستونو پورې محدود نه ده. دوی زیاتوي چې په آزادانه رقابتونو کې هم د دوی وړتیاوې او استعدادونه د جنسیت له امله نادیده نیول کیږي.
زینب چې ۲۶کلنه ده او د کابل یوه خصوصي رسنۍ کې کار کوي، وايي چې په دې رسنۍ کې لوړ بستونه لکه مدیریت او اډېټور یوازې نارینه نیسي. هغه زیاتوي چې څو ځله یې د دې بستونو لپاره ازموینې ورکړې، خو د ښځې په توګه تل د منلو نه شوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زینب وایي: «زه څو کاله د دوی کارمند یم او په ازموینو کې مې کولای شول چې د مديريتي بستونو لپاره انتخاب شم، خو د ښځې په توګه ما ته یې دا بستونه نه راکړل. هغوی یو نارینه انتخاب کړل. دا څو ځله تکرار شو، او هر ځل یې ویل چې یوه ښځه نشي کولی دا مسئولیتونه ترسره کړي.»
د دې ښځو خبرې ښیي چې د ښځو د مسلکي پرمختګ لپاره، په کار ځایونو کې د جنسیت پر اساس نابرابري لا هم پراخه ده، او ښځې ډیری وخت د وړتیاوو او استعدادونو سره سره د نارینه و لخوا د ځور او انکار سره مخامخ کیږي.
ځینې حقوقپوهان پر دې ټینګار کوي چې د افغانستان د کار قوانینو له مخې، کارکوونکي په مديريتي بستونو کې باید پرته له کوم جنسیتي تبعیض څخه مساوي حقوق ولري.
یو حقوق پوه، صالح محمد فایق وايي: «نارینه او ښځې د افغانستان د کار قوانینو له مخې، مساوي حقوق لري. د کار ځای مصونیت او لوړ بستونه د ښځو او نارینهو لپاره برابر دي.»
یو بل حقوقپوه عبدالرحمن صابر څرګندوي چې د کار قانون د دویمې مادې په څلورم بند کې د کارکوونکو د بست لوړول، حقوق او امتیازات باید په مساوي توګه ورکول شي. هغه وايي: «د اداري بستونو لوړول او په عمومي توګه د کار د حقوقو او امتیازاتو وده باید په مساوي ډول ټولو کارکوونکو ته ورکړل شي.»
د دې حقوقپوهانو په وینا، د افغانستان د کار قوانینو کې د جنسیت پر اساس هیڅ ډول تبعیض نه دی ځای پر ځای شوی، او ښځې او نارینه باید د مساوي حقوقو څخه برخمن وي. خو په عمل کې بیا هم ځینې ستونزې شتون لري چې د دې حقوقو پلي کولو کې خنډونه جوړوي.
بل کارپوه سردار محمدصاعي وايي: «نن ورځ ډېری تحصیلکړې او وړې ښځې په کور کې ناستې دي او د ټولنې خدمت کولو فرصت نه لري. که ښځو ته اجازه ورکړل شي چې د خپلو وړتیاوو او شایستګۍ پر اساس د نارینه وو ترڅنګ کار وکړي، نه یوازې عدالت رامنځته کېږي، بلکې ټولنه هم د خپلې اصلي وړتیا څخه برخمنه کېږي.»
په همدې حال کې، د ملګروملتونو د ښځو څانګې په ۲۰۲۴کال کې په خپل راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت د بیاواکمنۍ وروسته په افغانستان کې د هر ۱۰ ښځو څخه اته یې، له رسمي زدهکړې او کار څخه محرومې شوې دي. دغه وضعیت د ښځو د مسلکي فعالیت او دندې موندلو پر حالت په هېواد کې ژور اغېز کړی دی.


