د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، د دغه بنسټ ارزونې ښيي چې په روان زېږدیز کال کې د افغانستان په ګډون، په ټولو هغو هېوادونو کې کورنی تاوتریخوالی ۵۰ سلنه زیات شوی چې له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کډوالۍ له ناورین سره لاس او ګرېوان دي.
یواېناېچسيار پرون (د لیندۍ نهمه، د جمعې ورځ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تاوتریخوالي د ښځو اروايي سلامتیا له ګواښ سره مخامخ کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوشمېر ښځې چې د په زوره او کم عمر کې ودېدو، په خپلو پرېکړو کې محدودېدو، وهلو ټکولو یا ژبني تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وايي، د دغه وضعیت له زغملو پرته بله لاره نهلري.
د نیمروز اوسېدونکې سمیه احمدي وايي، دا چې په زوره یې واده کړې، له ګډ ژوند څخه یې هېڅ خوند نهدی اخیستی. هغه زیاتوي: «دولس کلنه وم چې واده مې وکړ او له واده وروسته پوه شوم چې خاوند مې وهل ټکول کوي؛ فکري او ذهني توازن یې نه درلود؛ زه د یوې بندي په څېر وم او فکر مې کاوه چې یو څوک راشي او ما خوشې کړي.»
د غزني اوسېدونکې ګلچمن نظري هم وايي: «غواړم کور ته نږدې د خیاطۍ یو دوکان جوړ کړم، خو کورنۍ مې مخالفت کوي؛ نو ځکه ژور خپګان راته پیدا شوی؛ ژوند مې د کور په څلورو دېوالونو کې را ایساره ده.»
ټولنپوهان بیا نه پوهاوی، په کورنیو کې د ناسمو باورونو موجودیت او د هر نسل په کارونو کې تضاد د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي لاملونه بولي.
ټولنپوه راشد صدیقي په دې اړه وايي: «په ځینو سیمو کې ناوړه دودونه، بېسوادي، نه پوهاوی یا منفي لیدلوری د دغو ستونزو بنسټ جوړوي. که د دغو کار او چلن مخه ونه نیول شي، دغه فکر به نورو نسلونو ته ولېږدول شي او بیا د دې مسلې حل هم ستونزمنېږي.»
خو د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد وايي، څو ادارې د ښځو، په تېره د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو ستونزو د حل لپاره کار کوي. نوموړی زیاتوي: «اړوندو ادارو تل دا قضیې حل کړي؛ ټولو امنیه قومندانیو او حوزو ته لارښوونه شوې که داسې قضیې ورځي، باید حل یې کړي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم یوه څانګه لري او که کومه کورنۍ ستونزه وي، حلوي یې.»
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په روان لمریز کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۳۸ قضیې حل کړي او په تېرو درېوو کلونو کې یې هم د ۵۵۰۰ په زوره ودونو مخه نیولې ده.