د باختر اژانس د کونړ محلي مسوولانو له خولې راپور ورکړی چې د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالي «دیوګل دره» کې د درنې واورې ورېدو له امله  ۱۲ ماشومان مړه شوي او سلګونه څاروي له منځه تللې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځايي چارواکو ویلي، مرکز اسداباد څخه سیمې ته مرسته رسوونکي صحي ټیمونه استول شوي چې نورو ستونزو سره مخ کسانو سره به مرسته وکړي.

د راپورونو پربنسټ، د لغمان او کونړ پر سرحدي کرښه «کونډ» سیمه کې هم لسګونه کورنۍ د سختې واورې ورېدو له امله بندې پاتې دي چې تازه یې د ژغورلو هڅې پیل شوې دي

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه سیمه شاوخوا ۴زره متره لوړوالی لري او له چهارشنبې راهیسې په کې تر «۲.۵» متره واوره شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام