غزه کې د امریکا له لوري د هوا له لارې اړمنو ته د مرستو رسولو په لړ کې د خلکو پر ګڼېګوڼې د مرستو څو کڅوړې لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
پر غزې د اسراییلو برید او کلابندۍ له امله اړمنو ته د مرستو رسولو ټولې لارې تړل شوي او مرستې د الوتکو له لارې د فراشوټونو په مرسته غزې ته غرځول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
الجزیرې خبرې شبکې نن شنبه، مارچ نهمه په یوه راپور کې ویلي، د مرستو دغه کڅوړه د فراشوت نهخلاصېدو له امله د خلکو پر ګڼېګوڼې ورلوېدلې ده.
په راپور کې ویل شوي چې پېښه د غزې شمال کې د شاطي کډوالو کمپ کې رامنځته شوې ده.
غزه کې د دولتي رسنیو دفتر دغه چاره بېګټې بللې او زیاته کړې یې ده چې د هوا پر ځای دې د ځمکې له لارې اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر پیل شي.
دې دفتر همداراز د هوا له لارې مرسته د «بشري خدمت پرځای سپک پروپاګند» وباله او غوښته یې وکړه چې د ځمکې له لارې دې مرستو ته د لېږد اجازه ورکړل شي.
غزه کې د دولتي رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ مخکې خبرداری ورکړی و چې دا د غزې په تړانګه کې د اتباعو ژوند ته ګواښ دی او دا هغه څه دي چې نن ورځ پېښ شول، کله چې پارسلونه «مرستو کڅوړې» د ښاریانو پر سرونو راولوېدل.»
دغه کسان داسې مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تېره میاشت راپور ورکړ چې غزه کې نیم میلیون وګړي یا له څلورو څخه یو یې، له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ دی.