سلام‌وطندار د بېلابېلو برخو له ۱۸ ورزشکارانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال هېواد کې ورزش د پام وړ پرمختګ کړی دی.

په دې راپور کې د ملي لوبدلو له اتو او د نورو برخو له لسو ورزشکارانو سره خبرې شوې دي. دغه ټول ورزشکاران په کابل دي. د یادو ورزشکارانو له ډلې، لسو هغو یې، ویلي چې د درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې ورزش د پام وړ وده کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لس هغه ورزشکاران چې افغانستان کې د ورزش له ودې خوښ دي، پنځه یې، د ووشو، زورخانه‌يي، سنوکر، اوزلوبې او تکواندو ملي لوبډلو غړې دي. پنځه نور بیا ازادو سیالیو، غړو ښکلا، کراټه، بوکس او فوټسال ملي لوبډله کې لوبېږي.

یاد ورزشکاران بېلابېلو برخو کې ورزشکارانو ته د ورزش لپاره د اسانتیاوو رامنځته‌کول او په کور دننه د سیالیو جوړول، د ورزش د ودې اصلي لاملونه بولي.

د وشوو ملي لوبډلې غړی خالد هوتک او د زورخانه‌ی ملي لوبډلې غړی شکېب‌ عطایی وايي چې تېر ته په کتو افغانستان کې ورزش وده کړې او درېوو کلونو کې ډېری ځوانانو ورزش ته مخه کړې.

خالد هوتک وویل: «موږ ورزش کې د ډېرو ځوانانو شاهدان یوو او وده یې کړې؛ زه د ورزش نړۍ کې د افغانستان د پام وړ پرمختګ شاهد یم.»

شکېب‌ عطايي هم وویل: «زموږ ۱۷کلنې لوبډلې لومړی ځای ترلاسه کړ؛ فوټسال ملي لوبډله په لومړي ځل نړیوال جام کې لوبېږي؛ زورخانه‌ی لوبډلې په نړیوالو لوبو کې درېیم ځای خپل کړ او ښه لاسته‌راوړنې لري.»

جویان نوري چې په خصوصي کلبونو کې د فري‌فایټ سیالیو تمرین کوي، وايي: «پنځه کاله کېږي چې د فري‌فایټ سیالي کوم او په تېرو درېوو کلونو کې دا ورزش د ځوانانو په منځ کې خورا وده کړې.»

سلیم احمدي چې د کراټې او تکواندو برخه کې تمرین کوي، وايي، افغانستان کې ورزش پرمختګ کړی او دی ترې راضي دی. «هره برخه کې چې وي، ورزش ته د ځوانانو انګېزه ډېره شوې او ورزش ډېر شوی دی. دوی خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي.»

یوشمېر نور ورزشکاران بیا وايي چې افغانستان کې ورزش نه‌یوازې پرمختګ نه‌دی کړی، ورزش ته د ځوانانو انګېزه هم کمه شوې.

د اتو مرکه شویو ورزشکارانو له ډلې درې یې، د جودو، پاراتکواندو او کیک‌بوکېسنګ ملي لوبډلې غړی او پنځه نور د بوکس، ازادو سیالیو او جوجیتسو کلبونو کې تمرین کوي، وايي، تېرو درېوو کلونو کې ورزش ته د ورزشکارانو انګېزه کمه شوې.

علي‌شېر چې د کیک‌بوکسېنګ او جوجیستو برخه کې تمرین کوي، او وحید یوسف‌زی چې د جودو ملي لوبډلې غړی دی، وايي، درېوو کلونو کې افغانستان کې ورزش ته انګېزه کمه شوې.

علي‌شېر وویل: «پخوا اقتصادي وضعیت ښه و او ځوانانو کولای شوای چې ورزش وکړي، خو اوس یې نه‌شي کولای، ځکه اقتصادي وضعیت خراب دی؛ درېوو کلونو کې ۵۰سلنه تمرین کم شوی دی.«

وحید یوسف‌زی بیا وايي: «له بده‌مرغه چې د ورزش کچه ټيټه ده او پام ورته نه‌کېږي. ما خپله د بدني روزنې او ورزش  ریاست د همکارۍ نه‌کولو له امله له څلور بهرنیو سیالیو پاتې شوم.»

یادو اتو ورزشکارانو هېواد کې د اسانتیاوو نشتون او ورزشکارانو ته د امکاناتو نه‌برابرول، هغه څه بولي چې له امله افغانستان کې ورزش ته انګېزه کمه شوې.

علي‌ سجاد هم‌راز د تکواندو ملي لوبډلې غړی وايي چې اوس د ورزشکارانو لپاره اسانتیاوې نشته. «د اسانتیاوو او امکاناتو برخه کې هېڅ بدلون نه‌‌دی راغلی او د پخوا په څېر دي؛ پخوا هم ورزشکارانو هماغه ستونزه لرله او اوس هم؛ یوازې څار او سخت‌ګیري ډېره شوې.»

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مسوولان وايي، که څه هم درېوو کلونو کې دوی ته د المپیک کمېټې له‌خوا هېڅ بودیجه نه‌ده، ځانګړې شوې، خو بیا هم دوی د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د یاد ریاست ویاند اتل مشواڼی وايي: «موږ یوه کال کې په کور دننه ۴۰۰۰ سیالي جوړې کړي چې د هڅونې، ټاکنیزې، مناسبتي او ملي لوبډلو ته د ټاکنې سیالي په‌کې شاملې دي، پنځه لیګونه شوي چې فوټبال، فوټسال، اوزلوبه او والیبال دي.»

د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې روزونکی او د ورزش برخې کارپوه بشیر ترکي وايي، د المپیک نړیوالې کمېټې له‌خوا د ملي کمېټې ته د بودیجې نه‌ورکړه او د ورزشکارانو اقتصادي ستونزې، هېواد کې د ورزش نه‌ودې اصلي لاملونه بولي.

هغه وویل: «که موږ غواړو چې ورزش ته ځوانان رامات کړو، باید الګو جوړونه وکړو او د ملي لوبډلو ورزشکارانو ته ښه معاش او امکانات برابر کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د بدني روزنې او سپورت د عمومي رياست د شمېرو له مخې، د روان کال له پيل راهيسې افغان ورزشکارانو په بېلابېلو څانګو کې د چين د ۲۰۲۴کال په هانګ‌ژو کې ١٩ د سرو زرو، ٣٠ د سپينو زرو او ٤٠ د برونزو مډالونه ګټلي دي. د اسیا فوټسال کپ، د کافا فوټبال سیالیو کپ او د مرکزي اسیا د والیبال جام یې هم ګټلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام