د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وایي، وچکالي د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي او دا وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

یاد سازمان نن  «سې‌شنبه، د چنګاښ ۲۴مه» په خپل‌ ایکس‌پاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې د وچکالۍ تر ټولو زیات اغېز د افغانستان په شمالي ولایتونو کې احساس شوی دی.

دغه نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ دوام د کرنیزو حاصلاتو له‌منځه وړو، د څړځایونو او اوبو د سرچینو د وچېدو لامل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ټینګار کړی چې د وچکالۍ د پراخېدو پر وړاندې د اغېزمن اقدام، فرصت له لاسه روان دی.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله له جدي اغېزو سره مخ دی چې پکې د بارانونو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ او ناڅاپي سېلابونه شامل دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام