Asset 1SWN

د کارخونو مالکان: په کور دننه د تولیدېدونکو توکو وارداتو مو کاروبار رکود سره مخ کړی

WhatsApp-Image-2023-06-10-at-11.49.18-AM-1-q7qwxci1mmjjzuxnyyp6fkx8uvthlcou88yakgt954

د کابل صنعتي پارکونو کې د یوشمېر کارخونو مسوولان وايي، هېواد ته د هغو توکو وارداتو چې په کور دننه هم تولیدېږي، د دوی کاروبار له رکود سره مخ کړی دی.

د دوی په وینا، د خامو موادو د وارداتو لوړ لګښت، د کارخونو د ځمکو لوړه کرایه او د جنراتوري برښنا لګښت یې ستونزې څو برابره کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل په یوه صنعتي ښارګوټي کې د بوټونو او پلاسټیکو څپلیو د یوې کارخونې مسوول وايي چې پخوا کارخونه کې دوو دستګاوو ساعته تولید درلود، خو اوس د کار بازار نشتون له امله یې یوه دستګاه درولې ده.

نوموړي وویل: «په ټیټه بیه او کیفیت د مشابهې توکو وارداتو له امله، له روژې وروسته د ټولو کارخونو تولیداتي محصولات په ډېپوګانو کې پتې او باید د هغو توکو مخه ونیول شي چې هېواد کې تولیدېږي، یا دې تعرفې پرې لوړې شي، څو خلک کورنیو تولیداتو ته مخه کړي.»

د نوموړي په وینا، له دې وړاندې یاده کارخونه کې ۱۶کارکوونکو کار کاوه، خو د محصولاتو بازرا نشتون له نیم یې وزګاره شوي دي.

په ورته مهال د رنګ تولید د یوې کارخونې مسوول رحمت‌ګل نوري وايي چې د کار بازار نشتون او د کارخونو د ځمکو لوړه کرایې، دوی له بېلابېلو ستونزو سره  مخ کړي دي.

هغه وویل: «خام مواد له ترکیې او نورو هېوادونو واردېږي، که وغواړو چې له یوه وارداتي هېواده صنعتي ته تبدیل شو، باید پر وارداتو ګمرک زیات شي، څو له کورنیو تولیداتو ډېره استفاده وشي.»

بل‌خوا د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنې ویاند احسان‌الله احساس وايي چې دا مهال ټول هېواد کې ۵۰۰۰ کارخونې فعالیت لري چې ۴۵زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

نوموړي د کابل صنعتي پارک کې د کارخونو د ستونزو په اړه وویل: «د دې کارخونو درې لویې ستونزې دي، د برښنا کمښت، ۳۵۰ کارخونې کرایي ځمکې لري او د بانکونو ستونزې چې بند دي.»

د صنعتي پارکونو د کارخونو مسوولانو په وینا، د کار بازار نشتون لامل شوی چې د دوی د خپلو کارخونو کرایه ورنشي کړای.

په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د دوی له صنعت‌کارانو څخه د ملاتړ لپاره کارخونو ته د ځمکې د وېش طرحه باندې کار کوي چې ډېر ژر به بشپړه شي.

د یاد وزارت ویاند اخوند‌زاده عبدالسلام جواد سلام‌وطندار ته وايي، له دې وړاندې چې یو‌شمېر کارخونې له فعالیته لوېدلې وې، د یاد وزارت په ملاتړ یې بېرته فعالیتونه پیل کړي دي.

هغه وویل: «هېواد کې د خامو موادو د تولید زمینه برابره شوې. د کارخونو برښنا ستونزو اړوند ځینو تاتاري، چینايي او ترکي شرکتونو پانګوال هوډ لري چې افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي چې لومړني کارونه یې هم پیل شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د کورنیو تولیداتو لپاره د تقاضا نشتون او سوړ بازار لامل شوی چې کارخونې د دیوالي‌کېدو له ګواښ سره مخ شي او یو‌شمېر کارکوونکي یې وزګاره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام